@bamsibeyrek.khalid: نظم : فرياد شاعر : اجمل خټک غږ : ګلزار عالم د لویو لویو قدرتونو ربّه یو تمنا ده اورېدې شې که نه ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګے د چا د زړه لوګے لیدې شې که نه ستا د سیلئو او طوفانونو په مخ یو اسوېلے دے درلېږل یې غواړم ستا د چپو چپو سیندونو په نوم لېمه راډګ شو څڅول یې غواړم هسې نه چوڼ د خلې وېستل کفر شي هسې نه تاته هم ژړېدل کفر شي ستا د جنت د نعمتونو نه ځار زه درته وږي په جهان ژاړم ستا د دوزخ له لړمانو توبه زه درته دا لړمانان ژاړم دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوو هلته شو ستا د دوزخونو خشاک دلته د دغه قصابانو خوراک هلته د هغه ښامارانو خوراک نه مو ځان تور کړو او نه سپین پاتې شو نه د دنیا شو نه د دین پاتې شو ستا د سنګینو فیصلو نه قربان ولې حیران یم کوم قانون ومنم تۀ خو دې خپل قارون په ځمکه منډې زه دې په سر باندې قارون اومنه ستا په رضا زما رضا ده ربّه کاڼي هم نس پورې تړلے شمه (خو) چې بل ښامار په خزانو ووینم اخر انسان یم څنګه غلے شمه راډک شو زړه ایسارولې ئې نه شم خلۀ ماته ښه ده خو ګنډلې یې نه شم ستا د جنت په طمع طمع چې مري د هغه وږو په سلګو مې قسم په دې دوزخ کښې یې نور نه شم لیدے ستا د رضوان په منارو مې قسم یا خو د ځمکې په دې ارته سینه ما ته خپل ژوند زما جنت راکړه یا د نهر دوزخي مرګ نه مخکښې د یوې چغې اجازت راکړه چې دا ستا وږي ستا په خوان ماړۀ کړم یا په خپل ځان باندې کارغان ماړۀ کړم
خالد یوسفزۍ
Region: PK
Saturday 13 July 2024 20:11:28 GMT
Music
Download
Comments
TALHA :
Caption plz
2024-07-15 18:48:22
3
Mubariz Atal. :
قربان 🌺
ملګري دغه lyrics به چيرې ميلادي.
2024-07-14 21:11:02
3
✌🏼🥀ننګيالےمهمند🥀✌🏼 :
ماته خپل ژووند زمه جنت راکه😥📿
2024-07-16 06:19:23
3
✌️ᴹᴬˢᴬᴮ✌️ :
caption peast plz
2024-07-19 12:18:15
0
Niaz Khan :
❣️❣️❣️
2024-07-19 15:36:59
1
🦁💔ملک اعجاز بونیری 🥷✌️ :
🥰🥰🥰
2024-07-19 13:53:20
1
♞ ✠𝘈𝘚𝘐𝘔 𝘉𝘈ر𝘠𝘈𝘓❀♞ :
✌️✌️✌️
2024-07-19 13:20:59
1
ALONE KING 👑👑 :
🥰🥰🥰
2024-07-19 12:43:31
1
gilaman wazir ❤️🩹 :
@SLEEPYHEAD @crown 👑 @VROBOTIC ✨ @aفridi queیn 👀😞
2024-07-14 17:11:14
3
paیaن kخaن...Z :
🥰🥰🥰
2024-07-19 11:40:34
1
DARA :
💔🥺
2024-07-19 10:27:40
1
Malang Jan :
🥰🥰🥰
2024-07-19 10:06:09
1
BDrang...Typist :
❤🥀
2024-07-19 08:42:30
1
👑 𝐒𝐭𝐚𝐫𝐠𝐞 𝐆𝐡𝐚𝐳𝐚𝐥 ? :
🥺🥺🥺
2024-07-19 08:35:32
1
😈salman Bambari🦅 :
❤️❤️❤️
2024-07-19 08:35:08
1
Jawad khan 77 :
❤❤❤
2024-07-19 08:32:05
1
مَلک مُنیب حان منڈیزی🦅🤞🤘 :
🖤✌️
2024-07-19 07:22:09
1
Syed Khan Marwat :
🥀🥀🥀
2024-07-19 05:43:10
1
Dada maseed, :
❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️
2024-07-19 02:20:07
1
💝Me and pain💘 and night❤ :
❤❤❤
2024-07-18 21:09:10
1
🔥غنم رنگ عمران 🔥 :
🖤🖤🖤
2024-07-17 06:34:30
2
JaN JaN...H..I Love 💝💝💝💝 :
💯💯💯
2024-07-16 13:32:39
2
ILYAS_KHANO😒 :
🥺🥺🥺
2024-07-16 11:40:31
2
Shahid Malik🇵🇰🇸🇦 :
❤❤❤
2024-07-16 02:57:28
2
Irshad khan :
♥️♥️♥️
2024-07-16 02:41:25
2
To see more videos from user @bamsibeyrek.khalid, please go to the Tikwm
homepage.