@m.yaseen0o: غنی خان بابا وایی چی : چی دا مونږ ولې پیدا شوو؟ تقاضه د ژوندون څه وه؟ زه یو داسی جواب غوارم چی ضمیر مې مطمئن کڑم هر څوک اوتې بوتې وايي څه دروغ او څه رشتيا وي يو ملا بس دومره وايي عبادت د ژوند مقصد دی چې څوک ښه کړي هغه ښه دی چې څوک بد کړي هغه بد دی که سجده د ژوند مقصد دی نو لعنت په داسې ژوند شه ما وې ښه ده زه منم خو زما بېله عقیده ده دا خو صرف تجارت شو دا لا څنگه محبت شو سجده نه شوه مزدوري شوه یاره دا خو بازاري شوه یا زما ضمیر کافر دی یا دا خلک ليوني دي زه خو داسې سجده غواړم چې مقصد يې محبت وي غنی خان بابا❤️