@burhan_yousafzai: کېلاشې پیغلې په نوم دَ حسن دَ ګُلونو دَ رنګونو بلې شمعې دَ غرونو دَ ښائست په ګړنګونو بلې شمعې دَ نوي پېغلتوب په بام ولاړې جادوګرې په زړه کښې دَ شاعر دَ محبت نوې سندرې منم چې ته دَ ډېرو خوشحالو سره ناشنا یې دَ نوي ژوند دَ نوي رنګينو سره ناشنا یې منم چې ستا په ژوند کښې به بلها څيزونه کم وي منم چې ستا په زړه به دَ بلها څيزونه غم وي منم چې ته به ډېرو رڼاګانو ته پسخېږې منم چې ته به ډېرو اداګانو ته پسخېږې منم چې ستا دَ کلي په کورونو کښې تیارې دي منم چې ستا جامې لږې خيرنې دي زړې دي خو ته دَ خپل خائيست دَ پېغلتوبه خبر نه یې خو ته دَ خپل تهذيب دَ سړيتوبه خبر نه یې ته دلته دَ فطرت دَ رنګینو په غېږ کښې اوسې دلته دَ قدرت دَ تماشو په غېږ کښې اوسې ته دلته بله شمع دَ رنګونو دَ قیامت یې ته دلتکې ښائست یې لېونتوب یې محبت یې ته دلته دَ انګورو دَ ترخو اوبو خمار یې ته دلته دَ خپل زړه دَ خپلې خوښې خپل اختیار یې شپېلئ وهې شپېلي وهې چې ګرځې په پټو کښې چې زړه دې وشې ګډه شې دَ کلې په کوڅو کښې دَ خپل زړه خپلې خوښې دَ انا په تار غږېږې په چا چې دې زړه ورشي دَ هغه سره ګډېږې بې غمه، ناخبره دَ ثواب او دَ ګناه یې خو بیا هم په زړه سپينه یې معصومه یې صفا یې دَ ژوند دَ بې وسئ دَ مصيبته خبر نه یې دَ نوم منافقت دَ مصلحته خبر نه یې دا تا چې دَ کوم نوي ژوند خبرې اورېدلي دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته وئيلي په هغه ژوند کښې څه دي که صفا مې درته ووې دروغ به درته ښکاري که رښتیا مې درته ووې دَ هغه نوي ژوند دَ سړيتوب بلها کمۍ دي دَ هغه ځائے دَ خلقو څه ناشونې مجبورۍ دي ژوند څه دے یوه بلا ده یو عذاب دے یو هېبت دے دهوکه ده بې ايماني ده سراسر منافقت دے ذهنونه پکښې هسې دَ وهمونو کارخانې دي سرونه دَ پېریانو دَ ديوانو ښاریې دي فکرونه دَ تارکولو غزېدلي سړکونه خیالونه دَ سېمټو دَ سيخونو دکانونه ځوانان پکښې هغه چې جوړولے شي نوټونه سړي پکښې هغه چې ډکولے شي بېنکونه ښائست یې په پردو رنګونو ځان سنګارول دي اُلفت یې دَ دروغو دَ درنګونو کنستل دي جانان یې یو رنګين مئين پۍ مخے غوندې دام دے جنون یې دَ غرض په لمبو سوے تور غلام دے یاري پکښې دَ سپينې خودغرضه بوډۍ ټال دے خپلوي پکښې دَ خپلو غرضونو نرے جال دے ګناه پکښې دَ هرې ناروا لاس اغستل دي ثواب دَ چا بې وسه په مرۍ چاړه راښکل دي عصمت پکښې دَ ښار دَ کباړي دَ دکان کوټ دے قيمت دَ سړیتوب پکې دَ سلو روپو نوټ دے غېرت پکښې یو شے دے په یوه کاسيره کېږي ايمان پکښې دَ هر څه نه په ښه بیعه خرڅېږي دَ حسن دَ رنګونو دکانونه په پېسو دي دَ ښکلو دَ مخونو تصويرونه په پېسودي هر خیال دَ سړیتوب پکښې ناشونے غوندې شے دے احساس دَ محبت پکښې بې وسه لېونے دے ژوند څه دے خو دَ ژوند په حقيقت پورې خندا ده په حسن پورې ټوقې دي اُلفت پورې خندا ده چې دلته راپه یاد شې زړه مې ورپي خفه شي ورغلي پرهرونه مې خوله پرانېزي کچه شي حیا مې لکه وینه په رګونو کښې توده شي احساس دَ بې وسۍ لکه ګرمکې راچوکه شي زه خپله دَ هغه تهذيب دَ لارو کوڅو ستړے زه ستا دَ سترګو وړاندې دَ هغې هدیرې مړے په ما که دې څه وس رسي واپس مې راژوندے کړه په ما مهربانې وکه د ځان نه مې لوګے کړه په ما کښې که څه ساه وې هغه ساه زما نه واخله زما سره که ښه کوې نو ما زما نه واخله اوبه که دَ انګورو لږې پاتې وي نو راکړه زما دَ وجود وینه په ترخو اوبو صفا کړه زما خواره دردونه په خالونو کښې راپنډ کړه زما دَ زړه زخمونه دَ شلېدلې ګګرۍ ګنډ کړه ما دلته دَ دې غرونو دَ ماښام په دُعا رنګ کړه په دې پولو مې ونوله په دې لښتو مې بنګ کړه قربان شمه لوګے شم ما دَ دواړو سترګو تور کړه دَ دې غرونو په دغه ګړنګونو کښې مې خور کړه
برهان يوسفزۍ ❄️
Region: PK
Saturday 03 August 2024 16:20:55 GMT
Music
Download
Comments
🃏 :
: ته دلته بله شمع دَرنګونو دَقیامت یې
ته دلتکې ښائست یې لېونتوب یې محبت یې
2024-08-05 11:01:29
22
à ♡ ĶHÃÑ :
alaka da de song link lag send ka ror deer me okata
2024-08-04 05:20:23
7
ᏁᎽᏨᎿᎾᏢᎻᎨᏝᎬ77🖤 :
"Kuliyyat" by 𝕊𝔸𝔹𝕀ℝ 𝕊ℍ𝔸ℍ🌹.
out standing book ❤
2024-09-28 18:16:59
0
چرسی 🚬🥺💔 :
plz rora da save option kola o ka yar 💔🥺🥺🥺
2024-08-05 17:43:11
3
حسن پرست⚡ :
ته دلته بله شمع دَ رنګونو دَ قیامت یې
ته دلتکې ښائست یې لېونتوب یې محبت یې
2024-08-03 16:47:39
22
Its_Real (Wahab)🫠💝 :
Bro The Way You Caption Kilash I Says Me and You Have same mindset🥺
2024-08-05 10:11:35
6
Hasan Ji :
da lyrics kho lag mata rasend kaa please
2024-08-03 17:01:59
5
A.Ebad 📿 :
Save option on please 🙏 🥰
2024-08-04 06:40:59
6
Sad 😓😥😓😥 boy :
deer kha yar
manam bro 🥰🥰🥰🥰👍👍
2024-08-31 14:48:32
1
khankoko5329 :
uffff..awax aw lines
2024-08-04 10:37:19
4
𝕍𝕚𝕝𝕝𝕒𝕚𝕟 :
caption send ka ❤️
2024-08-03 17:26:19
4
shamo_official :
Qurban 💗🥺
2024-08-06 05:59:12
3
ֆʏɛɖ ǟTɨʄ ֆɦǟɦ :
Xa sta da stargo rwande da hage adheree marhe
2024-08-04 17:21:37
3
Owais Fateh khel :
Sabir Sb Wrote this Kalam About Kilashi Girl
2024-09-01 03:35:48
2
Sad 😓😥😓😥 boy :
deer kha yar
manam bro 🥰🥰🥰🥰👍👍
2024-08-31 14:48:32
1
user4856139856929 :
had diii 👍
2024-08-05 05:01:06
3
❤️✌️ :
had ❤️👍
2024-08-03 18:07:07
5
👑PATHAN👑 :
ror jan save option on k 😊
2024-08-04 15:55:47
3
🍁M.Yaar🍁 :
دا انځور مه ضرورت دئ که ده را سره شريک کړي مننه به دئ کوو❤
2024-08-04 17:57:27
2
Itx 💔💔💔 biwafa 💔💔💔 :
da ghazl pora upload ka Yar please 🥺🥺
2024-08-06 10:23:47
1
🇵🇰$ADD/\T K!πG👑🇦🇫 :
Caption plz 🍀🥰
2024-08-09 04:21:12
2
معصوم آفریدی :
save onka plz yar
2024-08-04 06:29:49
2
حمزہ اعوان :
Save option on karen 😔
2024-08-05 05:02:31
2
FF *LEGEND *777 :
yar plz download 😔😔😔😔😔😔😔😔😔😔😔😔😔😔
2024-09-12 22:01:45
1
wajid khan :
wooooo
2024-08-03 19:21:26
4
To see more videos from user @burhan_yousafzai, please go to the Tikwm
homepage.