@manawariqbal57:

manawariqbal57
manawariqbal57
Open In TikTok:
Region: PK
Thursday 08 August 2024 02:36:32 GMT
47
21
1
0

Music

Download

Comments

miannasrullah51
Mian Nasrullah :
❤❤❤
2024-08-08 08:12:00
1
To see more videos from user @manawariqbal57, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

د بمبوریت د یوې کلاشې پېغلې په نوم د حسن د ګلونو د رنګونو بلې شمعې  د غرونو د ښايست په ګړنګونو بلې شمعې د نوي پیغلتوب په بام ولاړی جادوګری  په زړه کې د شاعر د محبت نوې سندرې منم چې ته د ډېرو خوشحالو سره نا اشنا ئي  د نوي ژوند له نويو رنګینو سره نا اشنایی منم چی ستا په ژوند کی به بلا څیزونه کم وی  منم چې ستا په زړه به د بلا څيزونو غم وي منم چې ته به ډېرو رڼا ګانو ته پسخېږي منم چې ته به ډېرو اداګانو ته پسخېږي منم چې ستا د کلي په کورونو کې تیارې دي  منم چې ستا جامې لږې خـيــرنـې دي زړې دي خو ته د خپل ښایست د پېغلتوبه خبر نه يې  خو ته د خپل تهذیب د سړيتوبه خبر نه يې ته دلته د فطرت د رنګینو په غېږ کې اوسې ته دلته د قدرت د تماشو په غېږ کې اوسې ته دلته بله شمع د رنګونو د قيامت يې ته دلته کی ښایست یی لیونتوب يې محبت يې ته دلته د انګورو د ترخو اوبو خمار يې  ته دلته د خپل زړه د خپلې خوښې خپل اختيار يې شپيلۍ وهي شپيلۍ وهي چي ګرځی په پټو کې  چې زړه دې وشي ګډه شې د کلي په کوڅو کې دخپل زړه خپلي خوښي د انا په تار غږېږي  په چا چې دې زړه ورشي د هغه سره ګډېږې بې غمه ،  ناخبره ، د ثواب او د ګناه يـې خو بیا هم په زړه سپینه یې معصومه يې صفا يې د ژوند د بې وسۍ د مصيبته خبر نه يې  د نوم منافقت د مصلحته خبر نه یی دا تا چې د کوم نوي ژوند خبرې اورېدلې دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته ويلي په هغه ژوند کې څه دي که صفا مې درته ووي  دروغ به درته ښکاري که رښتيا مې درته ووې د هغه نوي ژوند د سړيتوب بلا كمي دي  د هغه ځای د خلقو څه ناشونې مجبورۍ دي ژوند څه دې یوه بلا ده یو عذاب دے یو هیبت دے  دوکه ده بې ايماني ده سراسر منافقت دی ذهنونه پکې هسې د وهمونو کارخانې دي سرونه د پيريانو د دیوانــــــو ښـــــاريې دي فکرونه د تار کولو غزيدلي سركونه خیالونه د سیمټو د سيخونو دکانونه ځوانان پکي هغه چي جوړولی شي نوټونه سړي پکې هغه چې ډکولی شي بینکونه ښایست یی په پردو رنګونو ځان سینګارول دي الفت يې د دروغو د درنګونو کنستل دي جانان یې یو رنګین مهین پی مخی غوندې دام دے جنون يې د غرض په لمبو سوے تور غلام دے ياري پکې د سپینې خود غرضه بوډۍ ټال دے  خپلوي پکې د خپلو غرضونو نرے جال دے ګناه پکي د هري ناروا لاس اخيستل دي  ثواب د چا بې وسه په مرۍ چاړه را ښکل دي عصمت پکې د ښار د کباړي د دکان کوټ دی  قیمت د سړيتوب پکې د سلو روپو نوټ دی غیرت پکې یو شے دی په یوه کاسیره کېږي  ایمان پکې د هر څه نه په ښه بيه خرڅيږي د حسن د رنګونو دکانونه په پیسو دي د ښکلو د مخونو تصویرونه په پيسو دي هر خيال د سړيتوب پکې ناشونی غوندې شے دے  احساس د محبت پکې بې وسه ليونے دے ژوند څه دے خو د ژوند په حقیقت پورې خندا ده  په حسن پوري ټوکي دي الفت پورې خندا ده چی دلته را په یاد شي زړه مي ورپسي خفه شي  ورغلي پرهرونه مې خوله پرانیزي کچه شي حیا می لکه وینه په رګونو کې توده شي احساس د بې وسۍ لکه ګرمکی راچوکه شي زه خپله د هغه تهذیب د لارو کوڅو ستړے  زه ستا د سترګو وړاندې د هغې اديـرې مـړے په ما که دې څه وس رسي واپس مې راژوندې کړه  په ما مهرباني وکړه د ځانه مې لوګے کړه په ما کي که څه ساه وي هغه ساه زما نه واخله زما سره که ښه کوي نو ما زما نه واخله اوبه که د انګورو لږې پاتې وي نو راکړه  زما د وجود وینه په ترخو اوبو صفا کړه زما خواږه دردونه په خالونو کی را پنډ کړه زما د زړه زخمونه د شليدلي ګګرې ګند کړه ما دلته ددې غرونو د ماښام په دعا رنګ کړه په دې پولو مې اونوله په دې لښتو مې بنګ کړه قربان شمه لوګې شم ما د خپلو سترګو تور کړه ددې غرونو په دغو ګړنګونو کې مې خور کړه صاحب شاه صابر @برهان يوسفزۍ ❄️ @خالد یوسفزۍ

About