@khankhalid.bamsi7: غني خان اسلام اے په اسلام مئینه اے سیاسي مومنه نن چې اسلام ستائې ستايۀ دې څوک پرون دا هغه مخ د ټپوس خو نوي شنه پرونه دا د عقاب پنجې دښاپیرک درونه نن د جنت وعدې پروني دوزخونه چاربېته هغه زړه خو نوي دي سرونه اے په اسلام شیدا اے سیاسي مومنه سترکې دې برګې بهر برګ دې ایمان دننه پرون ئې ځان نۀ ګټو نن دې اسلام ګټي په خرڅ د ننګ د پښتون خپل ننګ اونام ګټي زما په وینو چا له ایران او شام ګټي او د شرابو تاجر ساقي او جام ګټي اے په اسلام مئینه اے سیاسي مومنه څۀ به وےرب ته خپل چې ئې د ګور دننه تا د پښتون سترګو تہ د تیارې جال جوړ کړو او د جناح د خرۀ دې خر د دجال جوړکړو غلاف کعبې له دې د وائټ هال جوړ کړو ماله لندن کښې تا نوے هلال جوړ کړو او د بلا نه دې ماتہ بلال جوړ کړو اے په اسلام شیدا اے سیاسي مومنه ګلاب نيوے نۀشي چرې د زوز ونه او د رقیب نوكر نن ما له يار ګټي زاغ نن بلبل ګټي خزان ګلزار ګټي ښاپېرک جنګ له ورځي د شهباز پلار ګټي نن به بورا له ګونګټ د ګلو هار ګټي او د کافر نوکر کړي د اسلام پالنه اے د كڼو وطنه! اے د ړندو وطنه! وګوره شرمښ ته کوي د شپون اواز نن چې بانګونه کوي څۀ ئې کړو پرون آواز د نفرت کريکو کښې د مينې سوز او ساز پرون عمل د يزيد او نن نامه د ایاز لږ خو په دې سوچ وکړه زماساده پښتونه! اصلي مومن کړه بيل لۀ سیاسي مومنه! څوک د عيسی په شان مستي د دار اخلي؟ څوک د نمرود کالۀ کښې د موسی لار اخلي؟ څوک د رقیب په محل نوم د دلدار اخلي؟ څوک ټول جهان غورځوي سترګې د یار اخلي؟ غماز لږ وپېژنه ایاز لږ وپېژنه اے د کڼو وطنه اے د ړندو وطنه
خالد یوسفزۍ
Region: PK
Saturday 16 November 2024 19:04:30 GMT
Music
Download
Comments
AbdulGhafoorBurki :
🥰🥰🥰
2024-12-07 17:20:47
0
Asad ullah :
🥰🥰🥰
2024-12-05 18:02:56
0
اعزاز یوسفزۍ ❄ :
🥰🥰🥰
2024-11-16 19:16:29
0
To see more videos from user @khankhalid.bamsi7, please go to the Tikwm
homepage.