@khansir018: دی روغو راله راوستو ارمان د لېونو ای خدايه په دې ښار وکړې باران د لېونو په څيرې ګرېوانونو لګېدلي پابندي ده گران شوی په دې کلي کښې گزران د لېونو دا نور خانان خو ټول دي خدای هوښيارو له ورکړي بس دغه يو غني و پکښې خان د لېونو ای څه پرې که مزاج د موسم سل خله برهم شي که وړي نو څه به وړي سېلى طوفان د لېونو اوس هم په بیابان ځي بي خطره قافلي اوس هم شته لا ډير ستورې په اسمان د لېونو اوس کوره چې دا ښار په بله اوړي او که نه ای دغه دی را ورسېد کاروان د لېونو دا زيار ماته معلوم دی ښه په هوش دی ښه سم دم دی خبري كوي هسې بس په شان د لېونو. #viralvideo #tiktok #CapCut #viralvideo