@akmalmkhan: د عدمِ تشدد د فلسفې پۀ حقله مولانا ابوالکلام ازاد پۀ خپل يو تقرير کښې وئيلي دي چې: ما د باچا خان نه پوښتنه وکړه، چې تا د عدمِ تشدد فلسفه د ګاندهي جي نه زده کړه، نو باچا خان راته ووئيل چې نه! دا فلسفه ما د اسلام نه زده کړې ده . باچا خان پۀ عدمِ تشدد څومره کلک ولاړ ؤ او ګاندهي جي د عدمِ تشدد فلسفه څومره خپله کړې وه، د دې خبرې ثبوت مونږ ته د فېصل فاران پۀ هغه سريزه کښې چې د “فخر افغان ځانګړنې” پۀ کتاب ئې ليکلې ده، ښۀ څرګندېدے شي، هغه ليکي: هسې خو ګاندهي جي د دې دومره منونکے ؤ چې خبرو کښې به ئې هم د سختو ټکو پکارونه د تشدد عمل ګڼلو خو چې کله دوېم نړيوال لام راغلو نو د مسلم ليګ، کميونسټ پارټۍ اف انډيا سره کانګرس هم د انګرېزي استعمار د مرستې اعلان وکړو، يواځې باچا خان ؤ چې صفا ئې ووې چې دا زما د مفکورې عدم تشدد اپوټه ده او د انګرېز د ملاتړ نه ئې ځان وژغورلو علي خان مسيد پۀ خپله يوه ليکنه “باچا خان او عدمِ تشدد” کښې د ګاندهي جي او د باچا خان د عدمِ تشدد بېلتون پۀ دې ټکو کښې کړے دے: د باچا خان او ګاندهي جي د عدمِ تشدد پۀ فلسفه کښې جوت فرق ؤ. بابا د عدمِ تشدد پۀ ذریعه د پښتون قام تشدد ورک کولو هڅې کولې، خپله ټولنه ئې اصلاح او رغوله، پښتون ملت ئې د تشدد پسندۍ نه خلاصولو، تر څو د پښتنو د بې علمۍ، غربت او پسمانده ګۍ علاج وکړي او ټولنه اصلاح کړي. مګر ګاندهي جي د عدم تشدد فلسفه د یوې سیاسي ٰالې Political Instrument پۀ طور استعمالوله، تر څو پېرنګیان اړ کړي چې هندوستان پرېږدي، چې د هند ٰازادي ئې پۀ جوته سره د عدمِ تشدد پر بنسټ وګټله، دۀ د عدم تشدد نه هغه کار واخيست، چې نورو قامونو د تشدد کولو پۀ ذریعه د ٰازادۍ مبارزې کولې. ګاندهي جي هندي ټولنه روغه او اصلاح نۀ کړه، هم دغه سبب شو چې د هند د ٰازادۍ نه پس ګاندهي جي پۀ خپله د تشدد ښکار شو او باچا خان پۀ خپل مرګ مړ شو. ~𝘼𝙠 #akmalmkhan

~𝘼𝙆💙
~𝘼𝙆💙
Open In TikTok:
Region: PK
Wednesday 24 September 2025 06:28:52 GMT
4332
663
36
27

Music

Download

Comments

sahil_afghan024
𝗦𝗮𝗛𝗶𝗹_𝗔𝗳𝗚𝗵𝗮𝗡 🚩 :
Baaba ❤
2025-09-24 07:00:37
2
hammadkifayat818
✰𝘏À𝐌ÀᎠ长𝘏Àᴺ✰👑 :
pukhtun baba
2025-09-24 14:56:38
1
yousafxai_55
مستانہ »🍷 :
زما نه شوې ده ملا شوې 🚩🫀
2025-09-24 12:36:58
2
afzaalshah179
افضال🚩 :
caption brother😘
2025-09-25 19:58:34
1
sk_mussawir
sk_mussawir :
Caption plz
2025-09-24 18:49:37
1
sahibshahsabir2
صاحب شاه صابر 🌸❤️‍🩹 :
Baabaaaa ❤
2025-09-29 15:07:50
1
iqrarkhanmohmand6
اقرار مومند🚩 :
ولي ده خدائ❣️❣️❣️❣
2025-09-24 20:39:02
1
chenar_33
️ :
Graan Baba 🌼!!!!
2025-09-25 07:08:28
2
mazhar_afghan
🍂𝙂𝙃𝘼𝙉𝘼𝙈 𝙍𝘼𝙉𝙂🌸🍁 :
1.) Bacha Khan 2.) Manzoor Jan
2025-09-24 15:49:17
1
hothub_20
💛❤️ELHAAD.KHAN💛❤️ :
❤️❤️❤️amazing
2025-09-24 12:06:08
1
09okay2
saraf tum :
ghani Khan baba 🥰
2025-09-24 07:13:17
1
warisoo.writes
Warisoo writes :
👑👑👑
2025-09-29 17:37:20
1
zeeshanpashteentypist
🌸❤️𓆩 🇦 ♥︎🌜𓆪❤️🌸 :
🌸
2025-09-25 02:44:49
2
shalkhan12
shalkhan12 💔👀 :
❤️❤️❤
2025-09-28 06:57:04
1
javid.khan8395
Javid khan :
💝💝💝
2025-09-26 11:27:36
1
zararafridi81
🇦🇬ZaرRaR آپرېدے🚩 :
❤️❤️❤
2025-09-26 06:47:23
1
umerbookdepo1
Umer Book Depo :
🥰🥰🥰
2025-09-26 04:15:37
1
sajjad_____1
Sajjad Àhmád🚩 :
❤️❤️❤
2025-09-25 13:09:37
1
numan_writes2
Numan_Writes❤️‍🩹🩹 :
🫀✨
2025-09-25 03:48:22
1
mohsinkhankhan3827
🔥🚩✌ملاگنڈ درگئ🔥🚩✌ :
🤗🤗🤗
2025-09-25 03:25:02
1
iqrarkhanmohmand6
اقرار مومند🚩 :
❣️❣️❣️❣️❣️❣
2025-09-24 20:38:41
1
iqrarkhanmohmand6
اقرار مومند🚩 :
❣️❣️❣️❣️❣
2025-09-24 20:38:38
1
iqrarkhanmohmand6
اقرار مومند🚩 :
❣️❣️❣️❣
2025-09-24 20:38:34
1
luqmansultan111
Luqman Sultan 👑 :
2025-09-24 19:54:28
1
sk_mussawir
sk_mussawir :
🥰
2025-09-24 18:49:38
1
To see more videos from user @akmalmkhan, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About