@muhibull19: ـــ ته چې جانان جانان کېدلې، نو ما څه کړي وي د زړه په سر مې خورېدلې، نو ما څه کړي وی جانانه ستا د مينې درد د پټېېدلو نه ؤ -چې تې سندرې جوړېدلې، نو ما څه کړي وی زه د اوږدو اوږدو کيسو کولو نه وم عادت ته په رموز نه پوهېدلې، نو ما څه کړي وی هغه يو ځل لیده به ما د زړه نه ايستي وو خو بيا په خوبونو کې را تللې، نو ما څه کړي وی د پښتونخوا ښکلي وو ګرانه، د يو بل نه ښکلي -په تا مې سترګې خواږېدلې نو ما څه کړي وی مينې لمبه دې کړم د پښو نه تر د سره پورې -د ځنګل اور وې خوارېدلې، نو ما څه کړي وی مینه بلا وه او پخپله ور له مخې له تلم ما له دوا ښېرې کېدلی، نو ما څه کړي وی يو ځل مې ایستی وه توبه چې بیا به نه سکمه بنګ -تا چې نشې راورولې، نو ما څه کړي وی په خوله دې نه وئېل د زړه نه دې خبره نه وم عابده ته چې شرمېدلې، نو ما څه کړي وی ب View