@ghanii_khan2: دې روغو راله راوستو ارمان د لېونو ای خدایه په دې ښار وکړې باران د لېونو په څيرې ګرېوانونو لګېدلي پابندي ده گران شوی په دې کلي کښې ګزران د لېونو دا نور خانان خو ټول دي خدای هوښيارو له ورکړي بس دغه يو" غني "و پکښې خان د لېونو ای څه پرې که مزاج د موسم سل ځله برهم شي که وړي نو څه به وړي سېلى طوفان د لېونو اوس هم په بیابان ځي بي خطره قافلي اوس هم شته لا ډير ستورې په اسمان د لېونو اوس ګوره چې دا ښار په بله اوړي او که نه ای دغه دی راورسېد کاروان د لېونو دا زیار ماته معلوم دی ښه په هوش دی ښه سم دم دی خبري کوي هسې بس په شان د لېونو