@sadiq.afghan287: د چین د علومو او ټکنالوژۍ پوهنتون څېړونکو د ځانګړو نانو ذراتو په کارولو سره، داسې نرم پوليمري لینزونه جوړ کړي چې د نږدې انفرا سره (800 تر 1600 نانومتره) وړانګې جذبوي او هغه د لیدو وړ رڼا (380 تر 750 نانومتره) ته بدلوي. دا لینزونه، برعکس د دودیزو شپني لید کېمرو، هېڅ برېښنا ته اړتیا نه لري. دا لینزونه لومړی پر موږکانو او بیا پر انسانانو وازمویل شول. په انساني ازموینو کې، ګډونوال توانېدلي چې د انفرا سره رڼا وويني او د هغې لوری معلوم کړي. حیرانونکې دا ده چې د تړلو سترګو په حالت کې د لینز فعالیت لا هم ښه و. سره له دې چې دا یو لوی پرمختګ دی، دا لینزونه لا هم د پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې دي. دا مهال یوازې د لوړ ځواک لرونکو سرچینو لکه LED څراغونو انفرا سره وړانګې نیولی شي. د پراخې استفادې لپاره باید د کمزورې رڼا حساسیت لوړ شي. همداراز، د شبکې ته د لینزونو نږدېوالی د عکس وضاحت کموي. د دې د حل لپاره، د څېړنې ټیم د لويې ښودنې زیاتولو او د لینزونو د جُزئیاتو د ښهوالي لپاره کار کوي. Najib Sadiqi
Sadiq Afghan
Region: NL
Monday 24 November 2025 09:23:02 GMT
Music
Download
Comments
Khan Khan :
🥰🥰🥰
2025-11-26 05:16:16
1
To see more videos from user @sadiq.afghan287, please go to the Tikwm
homepage.