@sonhtbtc: 🧴 Thông tin sản phẩm: Kérastase Densifique Homme - Tên đầy đủ: Kérastase Paris Densifique Bain Densité Homme - Dung tích: 250ml - Loại sản phẩm: Dầu gội dành cho nam - Công dụng chính: - Tăng mật độ tóc - Làm dày sợi tóc - Cải thiện cấu trúc tóc yếu, mỏng, dễ rụng - Hương thơm nam tính, tóc khỏe mạnh tự nhiên - Thành phần nổi bật: - 💧 Hyaluronic Acid: cấp ẩm, làm đầy sợi tóc - 🧬 Gluco-Peptides: phục hồi và tăng cường độ chắc khỏe - Phù hợp với: - tóc thưa, mỏng yếu, thường xuyên rụng tóc --- 🛍️ Lợi ích khi mua tại cửa hàng chính hãng Kérastase - ✅ 100% hàng chính hãng - 🚚 Giao hàng nhanh từ 1–3 ngày - 🔄 Đổi trả miễn phí trong 15 ngày - 📞 Tư vấn chuyên gia #viralvideo #kérastase #viral #xuhuong #sonhtbtc

Flawless Faces
Flawless Faces
Open In TikTok:
Region: VN
Monday 15 December 2025 13:22:51 GMT
806
1
0
3

Music

Download

Comments

There are no more comments for this video.
To see more videos from user @sonhtbtc, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

کله چې ما خپله لومړنۍ تنخوا واخیسته، ۲۳ کلن وم چې پلار مې راته وویل: «هره میاشت ۱۰۰ روپۍ زما حساب ته راولېږه.» ما ورته وویل: «ولې، پلاره جانه؟» هغه وویل: «دا ستا د روزنې حق دی.» ما وخندل، خو هغه ونه خندل. له هماغې ورځې راهیسې، هره میاشت به د میاشتې په ۲۷مه، کله چې به مې تنخوا حساب ته راغله، ۱۰۰ روپۍ به مې د پلار حساب ته لېږلې او د پیسو په لېږد کې به مې لیکل: «د روزنې حق» هغه به هم هر ځل په ځواب کې لیکل: «ترلاسه شول. الله دې روزي درکړي.» او نور به یې هېڅ نه ویل. کله چې مجرد وم، پلار ته مې پیسې لېږلې. په هغه میاشت کې هم چې واده مې وکړ او له هرې خوا پورونه راباندې راټول شوي وو، بیا مې هم ورته پیسې ولېږلې. په هغه میاشت کې هم چې زوی مې وزېږېد او زما په بانکي حساب کې یوازې ۱۴۰ روپۍ پاتې وې، بیا مې هم پلار ته پیسې ولېږلې. مېرمنې مې راته ویل: «ستا پلار تقاعد شوی او خپل کور هم لري؛ دا ۱۰۰ روپۍ د څه لپاره غواړي؟» ملګرو مې هم ویل: «ایا پلار دې درباندې مالیه لګولې ده؟» ما به ورته ویل: «زما پلار همداسې دی؛ خپل عادتونه لري.» یوه ورځ د پیسو لېږل یوازې یوه ورځ وځنډېدل. سهار اووه بجې یې زنګ راته وواهه او ویې ویل: «خیر خو به وي؟ څه پېښ شوي دي؟» ما پیسې ورته ولېږلې، بیا مې وخندل او له ځان سره مې وویل: «په خدای چې په مالي چارو کې ډېر دقیق دی!» دوولس کاله همداسې تېر شول. درې میاشتې مخکې، شرکت نور له ما سره همکارۍ ته دوام ورنه کړ او له دندې یې ګوښه کړم. ما دا خبره هېچا ته ونه کړه، ان مېرمنې ته مې هم څه ونه ویل. هره ورځ به مې کالي اغوستل، سهار اووه بجې به له کوره وتلم او تر غرمې پورې به په خپل موټر کې، د یوه کافي‌شاپ ترڅنګ ناست وم. بیا به بېرته کور ته راستنېدم، داسې به مې ښودله لکه له دندې چې راستون شوی یم. تر دې چې د میاشتې ۲۷مه راورسېده، خو تنخوا مې حساب ته رانغله. په تېرو دولسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره مې پلار ته پیسې ونه لېږلې. د ماخوستن له لمانځه وروسته مې ټیلیفون وشرنګېد. پلار مې وپوښتل: «پیسې مې حساب ته نه دي راغلې.» ما ورته وویل: «پلاره جانه، هېرې شوې مې دي؛ ان‌شاءالله سبا به یې درولېږم.» لږ غلی شو، بیا یې وویل: «همدا اوس راشه، خو یوازې راشه.» د مېلمنو خونې ته ورغلم. ومې لیدل چې ناست دی او مخې ته یې یوه زړه کتابچه او یو پاکټ ایښي دي. کتابچه یې راته راوغځوله او ویې ویل: «دا پرانیزه.» په هره کرښه کې یوه نېټه، د ۱۰۰ روپیو اندازه او زما نوم لیکل شوی و. د هرې کرښې ترڅنګ دا هم لیکل شوي وو چې پیسې په کوم ځای کې لګول شوې دي: «د اوبو کولر»… «د یوه یتیم ماشوم پالنه»… «د روژې میاشتې د خوراکي توکو بسته»… «کارګرانو ته د څښاک اوبو رسول». ۱۴۴ کرښې! پلار مې وویل: «ستا له پیسو څخه یوه هم زما جیب ته نه ده تللې.» بیا یې خپل ټیلیفون راکړ. په ټیلیفون کې د یوه جومات ترڅنګ د اوبو د کولر انځور و. پر هغې کوچنۍ لوحې چې پر کولر لګېدلې وه، لیکل شوي وو: «زما د زوی له لوري صدقه؛ الله دې هغه وساتي.» ما سمدستي وپېژاند. دا هماغه د اوبو کولر و چې زما د کار ځای ته څېرمه په جومات کې لګېدلی و او ما به هره ورځ له غرمې وروسته ترې اوبه څښلې. کلونه کېدل چې ما د خپل پلار له صدقې څخه د خپل ځان په نیت اوبه څښلې، خو هېڅ نه وم خبر! له دې وروسته یې پاکټ راته راوغځاوه او ویې ویل: «دا بیا زما له لوري ستا لپاره دي.» پاکټ مې پرانیست. ۷۲ زره روپۍ پکې وې. پلار مې وویل: «ستا له لومړۍ تنخوا څخه مې هره میاشت ۵۰۰ روپۍ سپمولې.» «له ځان سره مې ویل، یوه ورځ به داسې راشي چې نور به ستا پیسې ماته نه را رسېږي… او په هماغه ورځ به ته ما ته اړتیا ولرې.» ما ورته وویل: «پلاره جانه، ته څنګه پوه شوې؟» هغه وویل: «په دې دوولسو کلونو کې یوازې یو ځل ستا پیسې یوه ورځ ناوخته شوې وې؛ خو نن هېڅ پیسې رانغلې. نور نو اړتیا نشته چې څوک راته څه ووایي، زه پوهېږم چې څه پېښ شوي دي.» زه دومره اغېزمن شوی وم چې خبرې مې نه شوې کولای. پلار مې وویل: «ما هېڅکله هغو ۱۰۰ روپیو ته اړتیا نه درلوده. یوازې مې غوښتل هره میاشت پوه شم چې ته ښه یې که نه؛ بې له دې چې له تا پوښتنه وکړم او ته راته ووایې چې ښه یم، په داسې حال کې چې په حقیقت کې دې حال ښه نه وي.» دوه میاشتې وروسته مې نوې دنده پیدا کړه. کله چې د میاشتې ۲۷مه راورسېده، ۱۰۰ روپۍ مې د پلار حساب ته ولېږلې او ومې لیکل: «د روزنې حق» پلار مې ځواب راکړ: «ترلاسه شول. الله دې روزي درکړي.» یوه دقیقه وروسته، د لومړي ځل لپاره، یو بل پیغام هم راورسېد: «او نور خپلې ستونزې رانه مه پټوه.» دا یوه د عبرت او پند کیسه ده؛ خو څومره کم دي هغه کسان چې د دې کیسې په ژور مفهوم پوهېږي! اې لوی څښتنه! ما، زما مور او پلار، ټول مؤمنان او مسلمانان، که ژوندي وي او که له دې نړۍ تللي وي، وبښه! #عبدالبصيرحيران #افغانستان #افغانی_تیک_تاک#پښتانه #افغانستان🇦🇫

About