@barbadhalak992: #creatorsearchinsights انسان چې مات شي، غلی کیږي، غږ نه کوي، ژړا نه کوي، خنـدا یی له خوله تښتي، شکایت نه کوي… یوازې له خلکو شاته کېږي، او له ځان سره نږدې. هغه نور نه غواړي تشریح وکړي، ځکه پوهېږي: څوک نه غواړي واوري. هغه یوازې کېږي، خو نه د غرور له امله، بلکې د زخم له امله. او بیا، هغه هره ورځ لږ لږ مري — نه بدن یې، بلکې روح، امید، تمه، مینه… هغه مري، خو جنازه نه لري. او څوک یې نه احساسوي، خدایه، خلک مات نه کړې، ځکه ډېر کسان، د دوهم ځل لپاره د راټولېدو توان نه لري. #creatorsearchinsightsviewtools2024 #viralvideo #pashtotiktok #foryoupage