@pashtun_711: اے زما وطنه د لعلونو خزانې زما ستا هره دره کښې دي د تورو نښانې زما ستا سر چې وي ټيټ نو زۀ به شان و شوکت څۀ کړمه تۀ چې خوارو زار ئې زۀ به مال او دولت څۀ کړمه تۀ چې روان ويجاړ ئې زۀ به خوب او راحت څۀ کړمه مسته به دې خاوره کړم پۀ وينې مستانې زما اے زما وطنه د لعلونو خزانې زما سترګې مې لوګے شه ستا د خاورو د کورونو نه عقل مې ايرې شه ستا د پاره د فکرونو نه زار شمه قربان شم ستا د غرونو د سيندونو نه ستا زړۀ کښې پرتې دي ټولې تلې زمانې زما اے زما وطنه د لعلونو خزانې زما يا به دې زۀ سيال کړمه وطنه د جهان يا به ستا پۀ خپو کښې تورې خاورې کړم خپل ځان ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان نر يمه پښتون يم تا ته يادې افسانې زما اے زما وطنه د لالونو خزانې زما .. #پشتون_تاجیک_هزاره_ازبک_زنده_باد🇦🇫 #پښتونستان #pashtopoetry #ghanikhan #viral
💁 Pashtun 🦋
Region: PK
Sunday 15 March 2026 18:45:18 GMT
Music
Download
Comments
There are no more comments for this video.
To see more videos from user @pashtun_711, please go to the Tikwm
homepage.