@bd.kh98: دواده شپه دعبرت څخه ډکه کیسه د واده په شپه هلک ښايسته خواړه له هوټله راوړ ل او کوټې ته ننوت. خواړو ډېر خوندور و، هلک وویل: "راځه، ډوډۍ وخورو." ناوي وویل: ستا مور هم خواړه نهدي خوړلي، هغه به هم راوغواړه، ټول به په شريکه خواړه وخورو." خو مېړه وویل: "هغې به ویده شوې وي، پرېږده يې، مونږ دواړه به خواړه وخورو." ښځه ډېره کلکه شوه ، خو مېړه هم ټینګار کاوه چې "مور پرېږده!" کله چې ښځې د خپل مېړه دا رویه ولیدله، نو سمدلاسه یې د طلاق غوښتنه وکړه. مېړه ډېر حیران شو، ډېره هڅه يې وکړه چې ښځه قانع کړي، خو هغه خپله پرېکړه نه بدلوله – آخر يې طلاق وشو. دواړه جلا شول. وروسته دواړو بیا واده وکړ. شل، دېرش، کاله تېر شول. د ښځه د دویم مېړه نه زامن وشول – ډېر نیک او مهربانه زامن، چې د خپلې مور ډېر خیال یې ساته. ژوند يې ډېر په خوشالۍ سره روان و، یوه ورځ ښځې اراده وکړه چې حج ته ولاړه شي. د سفر پر مهال، د هغې زامن د هغې سره د لارې ملګري شول، حتی پښې يې ورته نه پرېښوول چې ځمکې ولګېږي. د سفر په دوران کې يې يو کس وليد چې په صحرا کې په ډېر بد حالت کې پروت دې. وږی، تږی، او خرابي جامې یې پر تن وې. ښځې خپلو زامنو ته وویل: "ورشئ وګورئ دا څوک دی؟ مرسته ورسره وکړئ، اوبه ورکړئ، خواړه ورکړئ." زامنو لکه څنګه چې مور وویل، همداسې وکړل. کله چې ښځې هغه سړي ته ښه نظر واچاو، نو وپېژنده چې دا خو یې لومړنی مېړه دی. هغه ورته وویل: "دا په څه حال کې يی؟ سړي وویل: اولادونو زما سره ښه سلوک ونه کړ." ښځه ورته وویل: ولې به یې درسره ښه کړی وای؟ تا خپل مور و پلار سره ښه کړي و چې تاسره دې اولادونه وکړي . زه په هغه شپه پوهه شوم چې ته د خپلو والدینو حقوق نه پېژنې، نو ما وېره درلوده چې سبا ته به زما سره هم داسې کوې." "اوس وګوره زه چیرې یم، او ته چیرې!" پایله: د مور او پلار سره بد سلوک د الله نافرماني ده. که غواړو چې خپل زړښت ښایسته او آرامه تېر کړئ، نو د خپلو والدینو خدمت باید وکړئ. دا یو داسې عمل دی چې جزا یې همدلته په دنیا کې ورکول کېږي، که ښه وي او که بد.. پوسټ دثواب په نیت مخکې شېر کړئ او فعالیت کوئ دنورو ښکلو کیسو او ناولونولپاره لاندې پیج لایک او فالو کړئ 👈🏻غوره کيسې او ناولونه👉 چینل فالو کړئ https://whatsapp.com/channel/0029VbA8w5nEQIauQBUZa11l
غمجنه انجلی
Region: PK
Monday 16 March 2026 15:02:46 GMT
Music
Download
Comments
💔💔ځوان کندهاری 💔💔 :
2026-03-16 17:21:29
0
شهزاده :
🥰🥰🥰
2026-06-12 19:07:16
0
Hamid Ullah :
🥰🥰🥰
2026-05-02 06:33:24
0
𝐌𝐫. 𝐊𝐚𝐢𝐥𝐰𝐚𝐥 :
🥰🥰🥰
2026-04-11 07:50:55
0
Asad Khan Ak :
🥰🥰🥰
2026-04-10 17:06:36
0
Asad Khan Ak :
❤️❤️❤️
2026-04-09 12:34:15
0
Asad Khan Ak :
🥰🥰🥰
2026-04-09 12:34:13
0
❤️SALAR ❤️ khan 🥰 :
🥰🥰🥰
2026-03-30 11:43:06
0
🇵🇸Hazrat Ali❣️S🫀🇦🇫 :
🥰🥰🥰
2026-03-30 04:36:17
0
ساده 💘💞💖💕 هلک :
🥰🥰🥰
2026-03-29 06:40:46
0
رفیع الله ویصال :
🥰🥰🥰
2026-03-25 08:34:53
0
༻𓊈𒆜رایبات𒆜𓊉༺ :
🌹🌹🌹
2026-03-24 22:30:08
0
تور جانی :
🥰🥰🥰
2026-03-22 18:02:26
0
📎⛓️قدرتـــ اللّه همــت!!🥀🥀 :
🥰🥰🥰
2026-03-18 04:12:13
0
Asad Khan Ak :
❤️❤️❤️❤️❤️❤️
2026-03-16 22:57:37
0
Asad Khan Ak :
🥰🥰🥰🥰🥰🥰
2026-03-16 22:57:33
0
🥀 Sk Haji 🦅 :
🥺🥺🥺🥺
2026-03-16 20:14:02
0
🥀 Sk Haji 🦅 :
💔💔💔💔
2026-03-16 20:14:00
0
🥀 Sk Haji 🦅 :
🥺🥺🥺🥺
2026-03-16 20:13:58
0
ځوان نورزي :
🥰🥰🥰
2026-03-16 15:32:22
0
Asad Khan Ak :
❤️❤️❤️
2026-03-29 02:05:40
1
To see more videos from user @bd.kh98, please go to the Tikwm
homepage.