@waqaswazir309: مخ د یار شمس و قمر درې واړه یو دي قد د سر و صنوبر درې واړه یو دي حاجت نۀ لرم په شهدو په شکرو لب د یار شهد و شکر درې واړه یو دي که بې یاره په بستر د پاسه پروت یم نار و خار او دا بستر درې واړه یو دي چې غبار ئې د کوڅې راباندې راشي دا غبار مشک او عنبر درې واړه یو دي خداے د یار له هجره هیڅوک خبر مۀ کړه تاخت و قتل دا خبر درې واړه یو دي هغه دم چې سړے دورمي له جهانه تورې خاورې سیم و زر درې واړه یو دي قلندر چې په ریښتیا قلندري کا خان ، سلطان او قلندر درې واړه یو دي وردې نۀشي په پردي ملک وزمکه هیڅوک کور و کر او مبصر درې واړه یو دي په دکان د نابیناؤ جوهریانو خر مهره ، لعل و ګوهر درې واړه یو دي غزا وشوه که ځان ستائي و رحمان ته بې هنره ګاؤ و خر درې واړه یو دي ستر عبدالرحمان بابا رح @PASHTO_LOVE #waqaswazir309hk #waqaswazir309 #pashtotappy #blackdance #blackvideo