@ahmad.zai.7: ای ما دې لحظه ـ لحظه د انتظار ستړو لارو ته کتلي دي؛او ته چې لاړلې سترګې دې بدلې کړلې. داسې خو څوک نه کوي،څنګه مینه وه ستا؟ یوازې همدومره وه؟ چې درته مخامخ وم نو یاد دې وم؟ چې لاړې زه دې له خپل زړه هم وویستمه؛ تنګ په زندګۍ له خپلې سا ومه راغلی غمه! زه له تانه په ژړا ومه راغلی خو یوه خبره درته کوم: تر څو مې چې په بدن کې سا وي او تر څو چې مې سترګې غړېږي له یاد او خاطره به دې و نه باسم. زه خو اباد په تا یم ته که هر څنګه یې خو زه داسې نه یم زه به دې هر وخت یادوم. او تل له خپل خدایه دغه دوعا غواړم چې داسې وخت دې زما په ژوند کې خدای نه راولي چې تا هېره کړم. زه غواړم چې دا خپل پاتې ژوند ستا له دغه څو را پاتې یادونو سره تېر کړم؛ عادت مې زړه خوراک شو رنګ مې ورځ ـ په ورځ تورېږي ورک شوي مې له سترګو هم خوبونه دي ته ګوره! پوهېږې؟ بغیر له تا ژوند ډېر سخت دی، زه یې نه شم کولی خو څه وکړم؟ څوک د چا له غمه نه مري که چېرته څوک د چا له غمه مړ کېدلی نو اوس به زه وخته ستا له غمه مړ وم. ته زما ډېره یادېږې قسم کوم ډېره مې یادېږې دا خبرې زه په داسې حال کې کوم چې یوه تیاره خونه ده، چوپه چوپتیا ده، زما سترګې له اوښکو ډنډ دي ګوتې مې رېږدي او تمام وجود مې لړزان نیولی دی. هر یو ارمان مې په زړګي کې چپه خوله پاتې شي په زړه مې نښې د ناترسه بیلتانه پاتې شي زندګۍ داسې ګنګس کړی یم باور دې وشه! لکه سړي نه چې په ډک محفل کې څه پاتې شي ستا له تلو وروسته مې کیفیت د زندګۍ داسې دی لکه وجود نه چې ساګانې په واته پاتې شي د خونې خاموشي مې د وجود په رګ ـ رګ کې خوره شوې،ستونی مې له سوځېدونکو سلګیو ډک دی او شونډې له ډېره درده چاودلې دي او د زړه ضربان مې په منډو منډو ځغلي داسې لکه کوم مسافر چې په پردي ښار کې لاره ورکه کړي وي. رضا به یاره څنګه زه دا ستا د زړګي وکړم؟ له مانه مرور خپل اندامونه دي ته ګوره! امید هم په خپل زړه کې د بهار کولی نه شم اوس مل راسره داسې خزانونه دي ته ګوره! ای! زه دې د ژوند په عذاب اخته کړی یم د ورځو په نوم شکنجه کېږم او د شپو په نوم د ژړا په بستر پروت یم.
🥀Qarar Dard🥀
Region: AT
Saturday 04 April 2026 18:54:27 GMT
Music
Download
Comments
Queen :
مجنون
2026-04-04 19:26:29
1
Amir❤️🫴🏽 :
یو ورځ به دی سخت ارمان وکی اوس دی له ژوند نه خوند اخله ❤️👉🏻
2026-04-04 22:56:57
1
....❤🕊️ :
🥺🥹
2026-04-04 20:34:47
1
MOSA ZADA❤️🇦🇬 :
🥺
2026-04-07 17:48:37
0
◥꧁مིحིمིدི ི꧂❤️🔥 :
🥰🥰🥰
2026-04-05 13:46:14
0
𝑳𝒂𝒔𝒕𝑺𝒎𝒊𝒍𝒆 …🙂🥀 :
😔
2026-04-05 08:06:27
0
💞╣𝑨𝒊𝒔𝒉𝒂╠💞 :
❤️❤️❤️🥺🥺🥺
2026-04-04 18:55:53
0
꧁💪SADAM💯.ARIA💔N꧂ :
🥰🥰🥰
2026-04-20 16:28:26
0
To see more videos from user @ahmad.zai.7, please go to the Tikwm
homepage.