@sheno881: ساقی چرته کاسه نیمه شراب لری که نه؟ په خوا کښی چرته چنگ و یا رباب لری که نه؟ ثواب د زاهدانو ملایانو شه نصیب رندانو ته رنګين غوندي عذاب لری که نه؟ مسیحا دا منمه چې ته مړي رغوي دارو چرته د سوي زره کباب لری که نه؟ چې مستو ته مباح كاندي په ميو لمبېدل اوس وایه ملاجانه چی کتاب لری که نه؟ راغلی یم دا خپله دنیاکی لاهو کوم دي خم کښی څه قطره نیمه شراب لری که نه؟ د خم بي غرتي ده، و چی شونډی د اجمل راواړوه ساقي څه می ناب لری که نه؟ #creatorsearchinsights #pashtoghazal #foryou #fyp #poetry