@shahid.jan.stori: ستاره صدام د واده شپه وه… هغه جادویي شپه چې هره لحظه یې له خوښۍ او مینې نه ډکه وه ✨ زما ګران ملګری ستاره صدام ته دی دا ښادی او دا د مینې ډک قدم الله تعالی بختور کړی ، او د نوي ژوند پر لور یې له خوښۍ ډک قدم ایښی و 💍 دا شپه له خنداګانو، خوښیو او ښکلو شیبو ډکه وه… داسې یادونه چې تل به زموږ په زړونو کې ژوندۍ پاتې شي 🌙 د ملګرو او دوستانو شتون دا شپه لا پسې رنګینه کړې وه، هر چا په مینه ګډون کړی و او مجلس یې لا ژوندی کړی و ❤️ له ټولو ملګرو او دوستانو څخه د زړه له کومي مننه چې زموږ دا خوښي یې نوره هم ښکلا کړه 🙏 او زما ګران ملګری ستاره صدام ته د زړه له کومي مبارکي وایم… الله تعالی دې ستاسو ژوند د خوښۍ، برکت او سوکالۍ څخه ډک کړی