@ballu____writes: پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم ته راته سبا سبا کوه ، زه به بیکا کړم توان لرمه دا چی د ماضي نه خراج واخلم زه به پخوانی شمه ، ستا مینه به پخلا کرم ستا د تصور دا خاموشی به کرم ګویانه جوړه د خپل کور په شور و شر کښی به غوغا کرم برند که حوادث دي د وختونو په ککو کښې زه به حوصله هم پښتنه ورته پیدا کړم لا یی د سپين مخ خالونه شمېرم وزګار نه یم پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لوری بیا کړم لاس مې د اشنا په زلفو راکښو دوتر څوکو زه د پرېشانۍ په ابتدا کی انتها کرم ښه ده ماته داسی چی پردی پردی ښکاریږي ستا هم دې ادا خو زه د تا سره اشنا کړم ستا د طوفاني نظر به ساه شي لنډه ګنده داسې نوي نوي اسوېلي به را پیدا کړم خوند د خاموشۍ راته غوغا د مینې راکړه داسې راته ښکاري افقونه به ګویا کړم يو ته یی چی قدر هېڅ زما د اوښکو نه کړې ووایه چې څومره مشتري درته پیدا کړم فرق د هېڅ انسان سره هم نه کړي په عطا کښي ځکه خو واعظه داسی مینه په صهبا کرم چپ به یم خو عشق به مې د تا په رنګ کښې رنګ کړي ستا د مینی راز به په اخفا کی هم افشا کرم ستا په اننګو کښې د حمزه د وينو سره دي ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کرم #pashtosong #viralvideo #fyppppppppppppppppppppppp #unfrezzmyaccount #fypシ

🌾𓆩لیلئ پرست𓆪🕊
🌾𓆩لیلئ پرست𓆪🕊
Open In TikTok:
Region: PK
Tuesday 28 April 2026 16:02:08 GMT
4033
172
4
17

Music

Download

Comments

umar.khitab.gulli1
M gulli :
❤️❤️❤️
2026-04-29 01:49:10
0
bilall.akbari
Bilall Akbari :
🥰🥰🥰
2026-04-29 04:37:02
0
shahzaib.khan00946
Shahzaib Khan009 :
🥰🥰🥰
2026-05-06 08:21:20
0
muradwazir18
Zulu Alpha Hyder :
❤️❤️❤️
2026-06-02 13:48:00
0
To see more videos from user @ballu____writes, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About