@sheno881: که دا ماښام دی په نامه کړمه نو څنګه به شي؟ که ځان شراب کړم تا پیاله کړمه نو څنګه به شي؟ مینه اوس څه پاتې ده، بس خو خاطره پاتې ده ښه!!! که زه هیره خاطره کړمه نو څنګه به شي؟ تازه یادونو ته که جوړ کړمه تازه قبرونه زه که دا خپل زره هدیره کړمه نو څنګه به شي؟ تر اوسه راغلمه په هره لار تنها راغلمه اوس که دا خپل ځان راسره کړمه نو څنګه به شي؟ ممتازه ما کښي يو منصور په بد مستی راغلی که نن سبا یې غرغره کړمه نو څنګه به شي؟ #creatorsearchinsights #foryou #pashtoghazal #for #viraltiktok