@hussaino016: ماز دیگر چی ماښامي له غاړه ورکړه درد مې دغسې زړګي له غاړه ورکړه ۔ خبر نه يم چې په زړه کې يې څه تېر شو ناگهانه یې منګي له غاړه ورکړه ۔ د خپل وخت لوې لوې نومونه يې واړه کړه یو باچا یو لېوني له غاړه ورکړه ۔ اسمانونه پسې نه شم کچ کولې مجبورۍ نه مې پردي له غاړه ورکړه ۔ دنیا ورانه وه ؟ که دا اخري کس و مړې دا دې لا څه شي له غاړه ورکړه ۔ د شاهانو غوندې ژوند يې راله اور کړو انسان بد و ما زمري له غاړه ورکړه ۔ زه يې پرېښودم رقيب يې منتخب کړو ما په زړه کې وې دې سپي له غاړه ورکړه ۔ په لمبو کې راته ستا مخ جوړېدلوپه تادۍ کې مې لوګي له غاړه ورکړه ۔ ما ارمان ته لاس خواره زنګونان قات کړه چې تا څنګه بل سړي له غاړه ورکړه