@Safa🔒🖤🔒➰: هر څه سم دي!
ته به له ځانه سره فکر کوې :
ــ چې بې له تا به په ماڅه تیریږي
هېڅ !
زه لا ژوندی یم
لیونی لا نه یم
لا هم پرلاره ځم ، له ځان سره خبرې کوم
کله له تا څخه وړې وړې ګیلې کومه
له تا نه لرې په تیاره کې پټ
یو نیم سکرټ څکوم
نور نو بس خیر دی ،
هرڅه سم تیریږي
شپه
شپه هم په خیر تیریږي
یوازې تاکله په خوب کې وینم
او بس په خوب کې درته شعر اوروم
اوس خو پوهیږې چې ماولې شاعري پرېښې ده؟
ته به له ځانه سره فکر کوې :
ــ چې بې له تا به په ماڅه تیریږي
هېڅ !
یوازې ژوند له هرڅه تش دی او بس
ستا له ښکلا اوستا له تورو سترګو
ستا له جنګونو او قهرونو څخه
او ستا له مینې او خبرو او....
له هرڅه نه تش
یوازیتوب !
لکه دمرګ تجربه
لکه له تانه لرې
لکه په ښکلې هدیره کې ویده
لکه له څانګې راپریوتې پاڼه
لکه له خېله ورکه شوې زاڼه
لکه له هرڅه خالي .
هو !
له تا نه پرته هم ژوندون تیریږي
خیر که مانا نه لري
ته د غرور له غره نه هسکه ښکلا
ته به له ځانه سره فکر کوې :
ــ چې بې له تا به په ماڅه تیریږي ــ
هېڅ !
🔒😭🖤🔒🥺
یوازې
م--ر--ګ ته مې
شیبې شمارم...مینه کول ګناه دی مینه معه کوی 😭😭@𝐿 𝒜 𝐼 𝐿 𝒜 🌸 @Only~
2026-05-08 00:30:28
1
To see more videos from user @zubairahmmed33, please go to the Tikwm
homepage.