“تعلیم یوازې د سند نوم نه دی، اصلي تعلیم هغه دی چې انسان ته عقل، ادب او ښه چلند ور زده کړي. که څوک تعلیم کړی وي خو بیا هم بې عقلي او ناسم کارونه کوي، نو لا یې د تعلیم حقیقي ګټه نه ده ترلاسه کړې.” “تعلیم یافته انسان هغه نه دی چې یوازې کتابونه یې لوستي وي، بلکې هغه دی چې په خپلو کړنو کې هم پوهه او عقل ښکاره کړي. * “سندونه د تعلیم ثبوت ورکوي، خو کردار د انسان د عقل او پوهې ثبوت ورکوي.”
* “که تعلیم انسان ته د سم او غلط فرق ور و نه ښيي، نو هغه تعلیم نیمګړی دی.”
* “هر لوستی انسان هوښیار نه وي، خو هر هوښیار انسان له خپلې پوهې سمه ګټه اخلي.”
* “تعلیم د عقل دروازه ده، خو که څوک یې ونه کاروي، نو دروازه تړلې پاتې کېږي.”
* “اصلي تعلیم په خبرو نه، بلکې په عمل کې ښکاري.”
* “کتابونه لوستل اسانه دي، خو د کتابونو خبرې په ژوند کې پلي کول لوی هنر دی.” 🌹📚(سلطان میرزا)