@bright.thinking1: وا ځوانانو تاسوته وایم ! ځواني ډیره لویه سرمایه ده عبث یي مه مصرفوئ ' ګرانو ځوانانو زما سپین ږیري دا یو څو خبري واورئ که مو عمل پري وکړ بیابه ټول عمر دوعا راته کوئ ، محترمو ، ځواني د انسان د ژوند تر ټولو قوي، زرینه، ښکلې او قیمتي مرحله ده. ځواني هغه وخت دی چې بدن قوي وي، ذهن تیز وي، اراده ژوندۍ وي، او د لویو کارونو توان موجود وي. ډېرو خلکو شتمني له لاسه ورکړي خو بیا یې پیدا کړې ده، مګر تیره شوې ځواني بیا نه راګرځي. حضرت رسول الله ﷺ فرمایلي: “له پنځو شیانو مخکې پنځه شیان غنیمت وګڼه: چي یو یي له هغو پنځو له بوډاتوبه مخکې خپله ځواني ده ، الله تعالی به د قیامت په ورځ د هر انسان څخه پوښتنه کوي، خو د ځوانۍ پوښتنه به ځانګړې وي. رسول الله ﷺ فرمایلي: “د قیامت په ورځ به د بنده قدمونه تر هغه ونه خوځېږي څو چې د څلورو شیانو پوښتنه ترې ونه شي چي یوه یي د ځوانۍ په هکله ده چې په څه کې یې تېره کړه. ــ رواه الترمذي نو ای ځوانه! ستا ځواني یوازې د خندا، خوب، ساعت تیرۍ او بې هدفه ژوند لپاره نه ده. بلکه تاته ډیر لوی مسئولیتونه در لغاړي دي چي تر ټولو لوی مسئولیت د اسلام ، او ایمان ساتنه ، او د خپلي اینده جوړول دي . نن سبا فتنې ډېرې شوې دي ، کامیاب ځوان هغه دی چې د فتنو په وخت کې ځان وساتي او دخپل نیک هدف په لور روان اوسي . رسول الله ﷺ فرمایلي: “اووه کسان به د الله د عرش تر سیوري لاندې وي یو له هغوی څخه هغه ځوان دی چې د الله په عبادت کې لوی شوی وي. ــ متفق عليه ډېر ځوانان د دنیا د خلکو د خوشحالولو لپاره شپه او ورځ کار کوي، خو د خپلو مور او پلار زړونه ماتوي. مګر په یاد ولرئ چي کامیاب ځوان هغه ځوان ده چي د مور او پلار قدر او عزت وکړي د مشرانو دوعا واخلي ، او د اسلام ، مسلمانانو او وطن خدمت وکړي ، الله جل جلاله فرمایي ژباړه ، او له مور او پلار سره ښه چلند وکړئ ، سورة بقره د مور او پلار دعا خو د نجات او کامیابۍ خزانه ده. وا زما د فیسبوک خوږو ځوانانو ملګرو ! ځواني د علم او زده کړې وخت دی . هدف ته د رسیدو وخت دی که دا وخت ضایع شي، وروسته به بیا ډیر افسوس کوئ خو هیڅ به هم په لاس نه درځي او وخت به تیر وي ، امام شافعي رحمه الله فرمایي: “که ته خپل نفس په حق او علم مصروف نه کړې، هغه به تا په باطل مصروف کړي. قدرمنو ځوانانو ، اسلام داسې ځوان غواړي چې د دین علم ولري، د دنیا ګټور علم ولري، اخلاق ولري، فکر ولري، خپلي کورنۍ او امت ته ګټه ورسوي . ګورئ وخت د ژوند ډیره لویه سرمایه ده پام چي درنه په سیند لاهو نشي . ډېر خلک زه وینم چي د ځوانۍ کلونه په موبایل، بې فائدې ویډیوګانو، فضولو مجلسونو او بې هدفه اړیکو کې ضایع کوي ، دا ډیر لوی ظلم ده چي له ځان سره یي کوي . حضرت حسن بصري رحمه الله فرمایي: “ای د آدم زویه! ته هماغه د ورځو مجموعه یې؛ هره ورځ چې تېره شي، ستا یوه برخه ختمېږي.” نو یو ځوان باید څه وکړي، یوځوان باید : هدف ولري، نظم ولري، عبادت ولري، همت ولري ، حرکت ولري ، مطالعه ولري، او د راتلونکي لپاره پلان ولري. د لوړ همت او ارادي لرونکی ځوان د امت سرمایه وي ، د اسلام لوی اتلان اکثره ځوانان وو. حضرت علي رضي الله عنه ځوان و چې اسلام یې قبول کړ. حضرت مصعب بن عمیر رضي الله عنه ځوان و چې مدینې ته د اسلام داعي شو. حضرت اسامه بن زید رضي الله عنه لا ځوان و چې رسول الله ﷺ د لوی لښکر امیر مقرر کړ. اسلام ځوانانو ته یوازې د ناستې درس نه ورکوي؛ اسلام ځوانانو ته د قیادت، غیرت، عبادت، علم او خدمت درس ورکوي. ګورئ ځوانانو هغه ځوان چې غافله وي ، لمونځ نه کوي، وخت ضایع کوي، حرامو ته ځي ، او د ژوند هدف نه لري، ډیر خراب بي قدره بي عزته او محتاج راتلونکی به و لري ، شیطان تر ټولو زیات پر ځوانانو حمله کوي، ځکه ځوان د امت قوت دی. رسول الله ﷺ فرمایلي: “هوښیار هغه څوک دی چې خپل نفس حساب کړي او د آخرت لپاره عمل وکړي.” ــ رواه الترمذي ای باتوره او قهرمانه ځوانه! ته کولی شې یو ستر عالم شې، حافظ شې، تاجر شې، انجینر شې، ډاکتر شي ، داعي شې، مجاهد د قلم شې، او د امت لوی خدمتګار شې. خو دا هر څه هغه وخت ممکن دي چې ،حرکت وي، همت وی، هدف لوړ وي ، پاک نیت وي ، او الله سره رابطه قوي وي. وا ځوانانو! ځواني مو په داسې کارونو مه ضایع کوئ چې سبا پرې شرمیږئ. ځواني مو د الله د رضا، د علم، د خدمت، د اخلاقو او د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره مصرف کړئ. نن چې تاسې قوي یاست، همدا د عمل وخت دی. سبا به وخت تېر وي او بیابه ارمان کوئ ، حضرت عمر رضي الله عنه فرمایي: “له دې مخکې چې حساب درسره وشي، له ځان سره حساب وکړئ. وما علینا اللبلاغ، شییر کولو او دځوانانو خبرولو کي مو د مرستي په هیله

روڼ فکر
روڼ فکر
Open In TikTok:
Region: SA
Friday 15 May 2026 06:58:14 GMT
83397
5890
303
419

Music

Download

Comments

khanmuhamad129
خان محمد شیرزاد☝ :
منننه کاکا ستا هره خبره می د زړه په غوږو واوریده ان شاء الله عمل به پری کوم خدای دی تاته لوی عمر درکړی✋❤
2026-05-15 17:31:12
79
joharkhan820
J::🦅::k👋 :
وا قدردانه مشره لکه سنګه چی دی زموږ زیهن خلاص کړو همداسی دی الله تاهم دمشکلاتو خلاص کړی الله ښګلی چهره درکړی همداسی الله تعلا ښګلی اخلاق هم درکړی موږ ستا په رکم مشرانو ته زرورات لرو الله مو زموږ له سره مه کوه ❣️❣️✅
2026-05-18 15:09:36
4
akhmadzai07
Asad :
That’s what I’m saying always discipline and use yourself on the a right paths and make everyday plan for future success and sacrifice for Dunia
2026-05-17 16:28:18
5
muainkhan786
muainkhan786 :
ډیر ستره لیکنه ا ډیر دپام وړ او ژور ټکې پکښې خدای ج دي تاته اجر در کړې او موږ دخدای ج دعمل توفیق راکړي زما په شمول ټولو ځوانانو ته داصلاح او ښه ایندې دوعاءً کوم
2026-05-15 21:08:31
14
murtaza__rustam
👑انټرنیشنل کوچی👑 :
د پلار جان لیکنې ته مې چې د خلکو دا د مینې ډک الفاظ وینم، یو ډول د افتخار احساس راته کیږي🥹❤️
2026-06-30 09:37:13
3
mylifemychoise3
Fareed Safi :
غرونه غرونه مننه ستا د دومره اخلاص او په خه انداز واقیان چی با استاد شخصیت یی زمونگ ده سترگو توره دیرو خلکو نصیحتونه کری مونگ ته مگر ستاسو په شان دیر کم وه چی زمونگ فکرونه ورسره وه مشره تاله دی الله دیر عمر او خوشحالی نصیب کری او هیره دی نه وی چی هدف مو ده خیره تاکلی دی ستاسو دعاگانو کمی چی دا هم راته پوره کی وه به می گتی او که لیکنه کی کوم تکی مخکی وروسته شوی وی نو بخنه غوارم ده 🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰الله په امان
2026-06-06 20:13:38
3
ahmad.zamir96
ahmad zamir :
♥️دیره مننه حاجی صیب الله دی خوشحاله لره الله دی زر کاله عمر درکری🥰
2026-06-29 18:26:17
1
arefullahwaziry
arefullahwaziry :
دیره مننه حاجی په لاسو دی برکت شه
2026-05-16 06:31:38
11
ezatullahmalikzai
ساده هالک 🙋 :
الله تعالی دی ستاسو په عمر کی برکت او قلم مو په نیکو الفاظو جاری ولری زره مو همیشه خوشحال لره ستاسو لیکنه واقعاً یو نوی احساس راته راکه واقعاً مونگ خپل وخت په غلتو لارو او بی زایه تیرکه بیاهم مننه 🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰
2026-06-25 14:46:02
2
helel.ahmad0
نیلان :
الله ج دې اجردرکړې کاکاډيره ښه خبره ده🥰🥰
2026-06-08 03:15:27
1
usmanmiakhail2
Usman AFG :
ښه خلک نورو ته ښه لاره ښایي مننه 🥰
2026-05-17 13:08:47
8
mustafa.mohammady0
Mustafa M :
مننه کاکا الله دی آجر درکری 💕
2026-06-30 16:37:44
1
muhammadayoub3603
ایوب خان :
ډیره مننه کوم مشره ژوندی اوسی
2026-06-27 07:14:31
1
mohammadullah.kha3
MohammadUllah Khan :
په لاس دی برکت شه ترلیکنی دی هم قربان شم کاکاجان ډیره په زړه پوری الله ج دی عجردرکړی
2026-05-16 13:20:59
5
wahedullhaomarkh2
❤️‍🩹Omar Afghan🇦🇫☆♡☝️🫀M🦅 :
ژوندي اوسي اکا🥰
2026-05-17 11:04:58
6
abkhj8
ahmadi :
جزاكم الله خيرا
2026-05-16 13:42:25
13
s9021t
『SK』𖤍 :
2026-05-20 07:03:36
1
haji_bilal_wardak
haji_bilal_wardak🤴🏻 :
ان شاءالله❤️
2026-05-16 09:11:27
1
boxin206
King 🤴 boxer🇦🇫 :
جار مشره بلکل❤️
2026-05-17 16:41:47
3
shazadakunduzi2
shazadakunduzi2 :
🥰🥰🥰 دیره مننه مشره
2026-05-17 10:11:19
3
hanif.482
𓆩×͜×𓆪 𝐏𝐚𝐤𝐭𝐢𝐚𝐰𝐚𝐥 :
ډیر مننه مشره واقین وخت ډیر موهیم ده
2026-05-17 23:11:17
4
esmatullah.mohamm22
Esmatullah Mohammadi :
الله تعالی ده اوی عمر خاوند کړه
2026-06-07 10:02:25
1
mbilalkhanceo
🕷️ :
Qurban aw mnana 💞
2026-05-17 23:33:56
1
pash_tun0
ᗪᗩᖇᗰᗩᑎ :
مننه کوم مشره ډیری خی خبری دی کړی او ټولی حقیقت ده❤️
2026-06-12 09:26:40
1
ukmohmand719
INSHALLAH Businesseman :
2026-05-16 19:14:40
1
To see more videos from user @bright.thinking1, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About