@lone_star_n: #y #❤️ ❤️❤️🤍🤍🤍🦋

𓆩🦋꙳S҈🤍Z҈꙳ᬁ🦋𓆪
𓆩🦋꙳S҈🤍Z҈꙳ᬁ🦋𓆪
Open In TikTok:
Region: DE
Saturday 16 May 2026 11:27:25 GMT
262162
27562
602
1870

Music

Download

Comments

user4385318148651
Mirzamangal :
2026-05-16 18:58:25
6
asmatkhushall
King----(🇦🇫💪)---- Afghan,💪 :
❣️wha😭❣️
2026-05-19 16:40:48
1
mentallyill489
Mentally ill ☠️ :
افففف
2026-05-18 16:10:50
2
user2278329931479
وحيد بارك💔💞💖😘☠️🫀 :
2026-05-18 06:03:53
3
peshawar_king94
𝑰𝒕𝒛 ꧁𝐀𝐊 𝐁𝐀𝐂𝐇𝐀꧂ :
2026-05-18 00:46:18
3
khan.afghan5086
Khan Afghan :
2026-05-18 18:41:34
1
khan.afghan5086
Khan Afghan :
2026-05-18 18:41:25
1
imransaqimasood4
🇧🇭💔 Broken 💔🇵🇰 :
please song name
2026-05-17 03:49:14
5
idris.khan.994
idris Khan 994 :
nice♥️
2026-05-27 18:15:21
0
gulwalekhan50
❤️‍🩹gulwalekhan313 :
2026-05-21 19:02:10
0
To see more videos from user @lone_star_n, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

د هغې د پرتوغاښ وړمبے ګاهک🙏🥀 سهار و. د کور خلک هر یو په خپل کار لګیا وو. زه د لمانځه له ادا کولو وروسته بېرته کوټې ته راغلم او لا مې ځان سم نه و غځولے چې ماشوم مې راغی. بابا! عائشه راغلې ده. ما ورته وکتل. کومه عائشه؟  نه پوهېږم، وايي زر راشه، ځم. زه له کوټې راووتلم. د انګړ په یوه څنډه کښې یوه ښځه ولاړه وه. په‌زړه بورقه کښې ولاړه‌وه . مخ یې ستړی و، جامې یې د ډېر استعمال کیسه کوله او په لاس کې یې یو کوچنی شاپر نیولی و. ما چې ورته وکتل، ونه مې پېژندله. هغې راته وکتل او په ډېرې کمزورې موسکا یې وویل:  وروره، زه عائشه یم. ما لا هم ورته کتل.  کومه عائشه؟ هغې وویل:  هغه چې ستاسې سره په څلورم، پنځم ټولګي کې وم. زما په ذهن کې د ماشومتوب د ټولګي دروازه پرانیستل شوه. یوه وړوکې نجلۍ. د کتابونو ډک بکس. د ټولګي چوکۍ. او بیا مې ناڅاپه وویل:  اَووو. ته هغه عائشه یې؟ د فلاني ماما لور؟ هغې سر وخوځاوه.  هو. ما بیا ورته وکتل. هغه ماشومه نجلۍ چې دوه ویشت کاله مخکې مې په ټولګي کې لیدلې وه، نن زما مخې ته د څو ماشومانو مور ولاړه وه. په خوله مې بې اختیاره راووتل: — خو دا په تا څه شوي دي؟ هغې ځواب رانکړ. یوازې یې شاپر لږ کلک ونیو. بیا یې په ورو غږ وویل: ته خو خبر یې چې زما د خاوند د آیِسو نشه کوي. ما سر ښکته کړو ۔ هغې خبرې شروع کړې.  زما له پلار سره یې ورانه ده. له خپلو وروڼو سره هم. که څوک په کلي، ګاونډ یا خپلوانو کې زما سره د خیر په نیت خبرې وکړي، هغه هم پرې بدګڼي. ګټه وټه نه کوي. کار نه کوي. د هغې غږ ورو ورو دروندېده. ما وهي ټکوي. یو دم یې خبرې پرې کړې. سترګې یې ډکې شوې.  بچیان مې هم دا هر څه ویني. هغې مخ بلې خوا ته واړاوه، اوښکه یې په څادر پاکه کړه. د پښتو له خاطره ورسره ناسته یم. ګنې... د ده سره به ځناور هم دومره وخت تېر نه کړي. د دې خبرې په کولو یې سر ټیټ کړ. زه غلی وم. هغې وویل: په کور کې سودا نه وي. دا مزدوري نه کوي. ما ویل که زه خپله لږ څه وګټم، لږ تر لږه د بچیانو لپاره به څه راوړي شم. بیا یې شاپر خلاص کړ. دننه څو پرتوغاښونه وو. هغه پرتوغاښونه چې خلق یې د شلوار په بډه کې اچوي؛ د ښځې د جامو له حیا او پردې سره تړلی یو عادي څيز، خو... د بل سړي لاس ته یې ورکول؟ هغه هم د یوه نا محرم سړي لاس ته؟ دا عادي خبره نه وه. عائشه هم په دې پوهېده. ما یې په سترګو کې هغه شرم ولیدو چې له خبرو وړاندې انسان احساسوي. هغې وویل:  مدرسه مې شروع کړه. ویل مې سبق به وایم. هلته مې د مدرسې له باجي نه د پرتوغاښونو جوړولو چل زده کړو. هغې یو پرتوغاښ را وایست. دا هفته کې مې اووه جوړ کړي دي. ما پرتوغاښ ته وکتل. کار یې ډېر معياري نه و. خو په هغه کې د هغې د ګوتو نښې وې. د هغې د پوره هفتې ستړیا وه. او شاید د هغې د ماشومانو د یوې مړۍ ډوډۍ هیله هم. هغې په ټیټ غږ وویل:  که ته د کوم دکاندار سره خبره وکړې چې دا رانه واخلي. هغې خبره نیمګړې پرېښوده. په ما پوهه شوه چې ولې. د دې پرتوغاښونو خرڅول یوازې د یوې ښځې لپاره د خپل کار خرڅول نه وو. دا د هغې لپاره د خپلې حیا یوه برخه د بازار تر دروازې رسول وو. او زه. زه د هغې مخې ته وړمبے سړے وم چې هغې دا څيز راوړے و. ما وویل: — دا خو په سل روپۍ یو دی. هغې سر وخوځاوه. — هو. — نو اووه دې اووه سوه شول. هغې څه ونه ویل. ما حساب وکړ:  د موادو خرچه چې ترې لرې شي، نو ستا د ټولې هفتې مزدوري تقریباً درې نیم سوه روپۍ کېږي. هغې په ډېر ساده انداز وویل هو. بیا یې یوه عجیبه موسکا وکړه.  هېڅ پرې نه کېږي. ما ورته وکتل. هغې وویل: — خو څه خو پرې کېږي کنه؟ څه خو پرې کېږي کنه؟ همدا جمله مې زړه ته ولوېده. ما جیب ته لاس کړ. زر روپۍ مې را وایستې. — خورې، دا واخله. هغې حیرانه راته وکتل. دا ولې؟  دا پرتوغاښونه خو زما شول. ما موسکا وکړه. دوکاندار ته به نور وکړې. هغې روپۍ واخیستې. د روپیو په اخیستلو یې لاسونه ولړزېدل. ما فکر وکړو چې شاید خوشاله شوه. خو ناڅاپه یې سترګې له اوښکو ډکې شوې. او بیا یې وژړل. داسې ژړل چې ما ته داسې ښکاره شوه لکه دا زر روپۍ نه، بلکې د هغې د ژوند کومه پټه دروازه چې ناڅاپه خلاصه شوې وي. زه نه پوهېدم چې ولې ژاړي. شاید ځکه چې له ډېرې مودې وروسته چا د هغې د لاس کار په ارزښت اخیستی و. شاید ځکه چې یو څوک یې د سوالګرې په سترګه نه، د کار کوونکې ښځې په سترګه لیدلې وه. او شاید. شاید ځکه چې دا اووه پرتوغاښونه د هغې د حیا لومړۍ سودا وه. هغې په بیړه روپۍ په شاپر کې کېښودې.  زر ځم.  دومره بیړه ولې؟ هغې د دروازې خوا ته وکتل.  بیا راباندې شکونه کوي. زه چوپ شوم. هغې لاړه. په تلو کې یې څو ځله شاته وکتل. هر ځل یې دعا کوله. زه د دروازې تر څنګ ولاړ وم. هغې څو قدمه واخیستل. بیا ودرېده. شاته یې رانارې کړه: وروره! ما ورته وکتل. هغې وویل:یوه خبره درته وکړم هو. هغې د څادر یوه پیڅکه په لاس کې ونیوله. سترګې یې ښکته کړې. بیا یې وویل: — لور او خور ژوندۍ دفن کړئ، خو نشئی سړي ته یې مه ورکوئ. او روانه شوه.

About