@khalid_playlist: حساب کتاب په ژړا ژړا مې عمر په سجدو لمونځونو تېر کړو نتيجه يې بس مرګي يو، تور لحد رانه چاپېر کړو د قسمت او د تقدير دې څه قانون لاره ګودر شته د ځوانۍ اور ته مې اولې، بيا وايې وسوځېدې ولې لاس او پښې مې دي تړلي او وايې شابه ګډ شه، ګډ شه هر انسان دې دى اتڼ ته ځنځېرونو کې بللى د مسکو سترګو جانانه، لر د پښو مې کړه دا پړى بيا مستي د خاورې ګوره او ټوپونه د ادم کله شرنګ د حوا خوا کې، کله زېر او کله بم د تقدير کړۍ کړه سسته، بيا زما ګډا ته ګوره ستا د عرش په منارو کښې ليونۍ خندا ته ګوره چې زه مست شم په هوا شم، اور شم، تندر شم، رڼا شم چې يو ساز مست او سرشار شم، نورشم، پړق شم، په ځلا شم ورو شان تور د مرګي سورى برندې سترګې تکې تورې يو نظر راته راواړوي، يو نظر کې ورک تالا شم رڼا، نور، مستي لاهو شي، موټى خاوره د صحرا شم اې زما د زړه د نور، وينا او د خيال ربه د ځوانۍ د سرو رنګونو، د مستۍ او جلال ربه اې چې زه جوړ تش د خاورې، بس د خاورې ومه سيال ولې تا راکړه سازونه او ګلونه او جمال دا انصاف دى موټى خاوره، د خپل تخت پايو له يوسې بيا يې درز ځمکې له راولې هر سينګار ښايست ترې يوسې د ليلا نه ښايست واخلې، خپل يو تور ويښته پرې نږدې زه دې لوټ تالا کړم دلته، ته به تله کې دې څه ږدې د ګلاب په شان ځواني دې راله خاورې کړه تباه کړه تر هغې به مې نچوړې چې هر رګ مې واويلا کړه دا لږ ژوند پوټى احساس دې ځي مرګي له غلى غلى چې اخېر به رانه جوړ کړې، يو پوټکى شان د خزلې حساب ستا به څه حساب وي، جناب راوسپړه روکړ دې لوټ تالا، برباد دې زه کړم، خو کمزورى دله پړ دى #غني خان لټون : مخ يا صفحه (518_519) د غني کليات : مخ ګڼه (319_320) #TheLegendGreatGhaniKhan
khalid_playlist
Region: PK
Saturday 23 May 2026 23:00:13 GMT
Music
Download
Comments
ارمغان 🤍 :
caption please
2026-06-09 05:45:51
0
HUBAiB MALAK :
🥰🥰🥰
2026-05-31 06:44:21
0
KHAN 🥊🤛 :
🥹🥹🥹🥹🥹
2026-05-25 20:03:14
0
Maooz The valiant :
🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰
2026-05-24 07:00:27
0
Aziz Akmal Yousafzai :
💞💞💞
2026-05-26 11:27:43
0
ubaidahmad :
❤️❤️❤️
2026-05-24 21:11:36
0
Jamal Khan :
❤️❤️❤️
2026-05-25 17:29:44
0
👑🇦🇬Bahar Pashteen🇦🇫👑 :
😥😥😥
2026-05-24 17:13:58
0
RaaJ FaRhad 222 :
🌹🌹🌹
2026-05-24 16:20:03
0
DARWESH wazir 🚩✌️ :
❤️❤️❤️
2026-05-31 04:26:12
0
Nasar :
🥰🥰🥰
2026-06-29 16:11:46
0
BANGASH :
🥰🥰🥰
2026-05-24 06:15:22
0
khushal khan :
❤️❤️❤️
2026-05-24 03:40:30
0
Nasar :
💖💖💖
2026-06-29 16:13:38
0
To see more videos from user @khalid_playlist, please go to the Tikwm
homepage.