@husan_parasst7: غزل ـ تسکین مانېروال ـ زړه چې دې راکړے دے جانان به درنه غواړمه درد چې دې پېرزو کړ نو درمان به درنه غواړمه ـ ما درکړے زړه ګورې جانانه ډېر په خیال ساته دے که دې ضایع کړ نو تاوان به درنه غواړمه ـ تا چې مې د مينې بوټے نال کړ د زړه دښته کې خود د تړمو اوښکو يو باران به درنه غواړمه ـ باغ دے ماښامے دے جانان هم شته دے جام هم شته لویه خدایه خیر د خپل ایمان به درنه غواړمه ـ شپه چې د وصال وي ټوله خوښه به زما وي دا اجر جانانه د هجران به درنه غواړمه ـ زه چې د جنت حورو غلمانو کې ډېر تنګ شمه خدايه بيا د دې دنيا ياران به درنه غواړمه ـ یاره که دې خوښه وي ریبار به ترېنه وباسو زه تسکین چې څه غواړم په ځان به درنه غواړمه #creatorsearchinsights#choosetyself #selfworth #innerpeace #selfrespect @TikTok @TikTok UK @🌸Whiٹe𓆸Fلowوr🌸 @Bacha_Ji باچا جي @Karan Khan