@sheno881: کچکول روان دی - رباب تنګيږي ورونه جنګيږي - کور ئي ورانيږي لاري تيارې دي . قام یی اوده دی دنیا په څه ده پښتون په څه دی غت غرضي شو. خوار ناخبره قاضي بي توله – حاکم بی سره منډه د ده ده - ښکار د هغه دی دنیا په څه ده. پښتون په څه دی دنیا د خان شوه دين د ملا شو ژوند نه دا ستا شو - او نه زما شو قلم څه نه شو علم ! څه نه دی دنیا په څه ده پښتون په څه دی کور بی مالکه - کوڅه کی سپی شو موسم بی وخته پتی پردی شو د ګونګي چغه - کار د رانده دی دنیا په څه ده پښتون په څه دی #creatorsearchinsights #fypシ #foryou #fayazkhankheshgi #poetry