@sheno881: زه د حالاتو په دارونو ځانګم ته د چا زلفي بالختونه غواړي زه د وختونو په انګار دېره یم ته د چا سری شوندی ګلونه غواړی هغه چی مینی پوری توقی کوي ته په هغې سترګو کښې کور لټوي ته لا د خکلو خلكو مينه غواړي ته په دې مړو ایرو کښې اوور لټوي هغه په لاسو کښی چی اوور ګرځوي ته د هغې خلکو ګلونه غواړي هغه په هر کام چی نفرت خوروی ته د هغو محبتونه غواړي زه د سپوږمۍ د رنا تار را نیسم ته په تیارو زلفو کښې لارې ګوري زه د زهره تر کوره منډه وهم په تا درنی وریځ کړې سترګې توري هغه چی هر منزل يي خپې خکولوي هغه وجود می ستا د لاسه شل دے هغه چی مرگ هم ورته توقه ښكاري هغه شعور می ستا د لاسه دل دے زه د عمل د قافلو سره ځم ته د خيالونو په دنیا کښې ګرځی زه په دې زمکه نوی ژوند توکوم تانه ځان هېر دې په هوا کښې ګرځې زه د خاموشو غټو خلی پرانیزم ته د بتانو خاموشۍ وړي يي زه د تقدیر ګرېوان ته لاس اچوم ته خوګی خلی خوګی کوکۍ وړي يي زه د دروغو ګوډاګي ماتوم ته دروغژنو ته پنا ورکوی زه په ریښتاو کافر شوي يمه ته دروغژنو ته بقا ورکوي زه د ترخو غمونو زهر ګوتم ته شرابونه میکدی یادوي زه په ډوډې پسې ټکرې خورمه ته عشرتونه مېخانی یادوي زما او ستا دي تفرقي دي فساد زما ځواني په زړه ارې ارې کړه زما او ستا دي اختلاف دي تضاد زما هستي په مېنځ ټوټې ټوټې کړه رائه چی دواره سره سوله وکړو رائه چی دواړه سره یو شو اشنا راځه چې دواړه یوه لار وګورو راځه چې یو خواته په دوو شو اشنا که زه او ته سره یو ځای شو اشنا دا منزلونه به مو خپې خکول کړي #creatorsearchinsights #pashtoghazal #foryou #fyp#پشتو

sheno khan
sheno khan
Open In TikTok:
Region: PK
Sunday 31 May 2026 06:12:27 GMT
14807
288
11
47

Music

Download

Comments

alam.zeb2259
Alam Zeb :
2026-07-02 12:39:28
0
azmattanha755
❤️‍🩹The humanist❤️🧡 :
caption please 👈👈👈
2026-06-23 09:44:13
0
mustafa.kamal0110
⚜️ M MUSTAFA⚜️ :
caption plzz 🙏
2026-05-31 07:17:40
0
sabilpathan0
SABIL PATHAN_15 :
♥️♥️♥️
2026-06-08 17:21:49
0
bhadar940
KASHR ROR ♥️❤️❤️ :
🥰🥰🥰
2026-05-31 12:09:22
0
ayaan.nawab_907
ayaan.nawab_907 :
❤️❤️❤️
2026-05-31 10:33:48
0
nasaralam15
Nasar Alam :
🥰🥰🥰
2026-05-31 07:43:34
0
nazir.khan0276
nazir khan :
🥰🥰🥰
2026-05-31 07:34:11
0
roshan_ali_kpk_
Roshan_Ali_Roshan :
❤️❤️❤️
2026-05-31 06:47:24
0
majidkhani313
..°°Mãjîd..°💔°..khãñî...🤫 :
💞💞💞
2026-05-31 06:23:04
0
aziz.bacha23
Aziz Bacha :
😳😳😳
2026-06-20 15:25:12
0
To see more videos from user @sheno881, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About