@its_hussaino: باغ دے ماښامی دی جانان هم شته دی جام هم شته لویه خدایه خیر د خپل ایمان به درنه غوارمه _♥️ زړه چې دې راکړے دے جانان به درنه غواړمه درد چې دې پېرزو کړ نو درمان به درنه غواړمه _♥️ ما درکړی زړه ګورې جانانه ډېر په خيال ساته دی که دې ضایع کړ نو تاوان به درنه غواړمه _♥️ تا چې مې د مينې بوتے نال کړ د زړه دښته کې خود د تړمو اوښکو یو باران به درنه غوارمه _♥️ باغ دے ماښامی دی جانان هم شته دی جام هم شته لويه خدايه خير د خپل ایمان به درنه غوارمه _♥️ شپه چې د وصال وي ټوله خوښه به زما وي دا اجر جانانه د هجران به درنه غوارمه _♥️ زه چې د جنت حورو غلمانو کې ډېر تنګ شمه خدايه بيا د دې دنیا یاران به درنه غواړمه 🌸_♥️