@laily719: ساقي! را مې وړه تسپې او شراب دواړه چې همدم کړمه ثواب او عذاب دواړه زړۀ مې ځار ستا د بڼو نه تاو دې کم کړه چې ونۀ سوزېږي سيخ او کباب دواړه په ځوانۍ کښې يا د يو شه يا د بل شه سره نۀ ښايي مستي او حجاب دواړه فېصله د هوا لاس وکړه ثالث شو سره وران وو ستا جبين او نقاب دواړه ياره! قد دې قَيامت شو و حمزه ته ترېنه هېر دې کړل حساب او کتاب دواړه حمزه بابا