@its_hussaino: زړه چې دې راکړے دے جانان به درنه غواړمه درد چې دې راکڑے دے درمان به درنه غواړمه _🌸 ما در کړی زړه ګوری جانانه ډیر په خیال ساته دی که دې ضائعه کړو نو تاوان به درنه غواړمه _🌸 تا چې مې ده مېنې بوټی نال کړو ده زړه دشته کښې خود ده تودو اوښکو یو باران به درنه غوارمه _🌸 باغ دې ماشامی دی جانان هم شته دی جام هم شته دی لویه خدایه خیر ده خپل ایمان به درنه غوارمه _🌸 زه چې ده جنت حور و غلمانو کښې ډير تنګ شمه خدايه بيا ده دې دنیا یاران به درنه غواړمه _🌸 یاره که دې خوښه وي ريبار به ترينه اوباسو زه تسکین چې څه غواړم په ځان به درنه غواړمه _🌸♥️_♥️🌸