@adil.writes8: پریزاده! زړه مې چوي له اضطرابه کوم جادو به تا راپورته کړي له خوابه پریزاده! زړۀ هم تاته د سپړدو دی ستا په وړاندې څۀ حجاب څۀ بې حجابه پریزاده! لاس مې یښی دی په سترګو پال را وباسه زما هم له کتابه پریزاده! ځان مې ښکول کړ آئینه کې دا کوم رنګ مې کشید کړی له ګلابه؟ پریزاده! له ځنګلو تېرېدل دي څۀ خبر یې د ځنګلو له ادابه پریزاده! د فرات په ژۍ ولاړ یم مودې وشوې تنده غوړام له دریابه پریزاده! یو تپوس مې په زړه لیک دی اخلم سا که راتېرېږم له عذابه پریزاده! که زۀ دا وارې ویده شوم هېڅ یو شور به مې راویښ نۀ کړي له خوابه پریزاده! څۀ خوبي راکې ضرور شته بې سببه خارج نۀ یم له نصابه پریزاده! بس په پونده تاوېدل دي زندګي ده او ساتو یې له سېلابه پریزاده! خاموشۍ مې هم نارې کړي د تسنیم پۀ زړۀ کې درد دی بې حسابه #pashtopoetry #foryoupageofficiall #foryoypage #foryoupageofficiall #pashtopoetry
جنـــــــــون...🌼
Region: BH
Tuesday 09 June 2026 12:25:15 GMT
Music
Download
Comments
YOUNAS Kaleem Gigyani :
Caption plzzzzz ❤️
2026-06-10 01:58:28
1
AArif AAfridi :
🥰
2026-06-19 20:41:15
0
Imran Khan :
🥰🥰🥰
2026-06-10 09:07:12
0
Inam Ullah Badezai :
❤️❤️❤️
2026-06-10 08:01:11
0
Tahir Aziz :
🥰🥰🥰🥰🥰
2026-06-10 05:37:59
0
𝐙ɪᴀ 𝐘ᴏᴜسᴀғᴢᴀɪ 🇦🇬 :
🌸
2026-06-09 18:16:45
0
🦋ستا غنم رنگ🦋 :
❤️
2026-06-09 15:51:05
0
👉YouSaf Khan🦅 :
❤️❤️❤️
2026-06-09 12:33:00
0
Bàri :
♥️♥️♥️
2026-06-10 09:40:12
0
To see more videos from user @adil.writes8, please go to the Tikwm
homepage.