@colleticon: نور ستا پۀ قدم لاره نافومه او درځمه بس دغه دې د کوره وتمه او درځمه تا یاد کړم او ستا بدن سرۀ او سين رایاد شي بس لپه خاورې خولې ته اچومه او درځمه دا تور لونګ او مشک نۀ دي زما د تن ایرې دي یو موټۍ خوشبویي ده دا پاشمه او درځمه تر څو به داسې وي د ګورې اونې مثالونه شپې ورځې لکه پاڼې رژومه او درځمه تسنیمه تورې وریځې ژړول خو اسان کار دے پۀ خدائے چې داځل دښتې ژړومه او درځمه کلام ریاض تسنیم غږ سردار علي ټکر