@waqaswazir309: غزل له رنګینو شونـــډو ښکاري حسن ښار دے که له نرمو سپينو وړانګو سپين سهار دے نـــــــــه پوهېږمه چې سر په کومه لار دے اې ګلرخه! حسن ستـــــا خو پُر اسرار دے مونږ بې وزله شو ایـــــــرې او خاورې کېږو معلومېږي نـــه څوک یار دے که اغیار دے بې خیره زړه مې ولے پــــــــــــــــه درزا دے انګازه ستــــــــــــــا د راتګ هم یو خمار دے د وصال شپه شـوله تېره سترګو رپ کښې د فــــــــــــراق سهار ځنډېږي که ایسار دے دا لمن ګرېوان د چا پــــــــــــه اوښکو تر دي شنه دره کښې ســور ګلے دے او که خار دے تر څه ځایــه بـــــه محصوره ! شو ملګري نـــــه پوهېېږو دا ژوند غم دے که قرار دے محصور ترابی ــــــــــــــــــــــ ۲ جون ۲۰۲۶ #waqaswazir309 #pashtotappy #blackdance #blackvideo #pashtoshayariislamic