@yousafzai.khalid: غزل توتيا خټکه انا (د خوشال بابا مشره بي بي او د اشرف خان هجري مور يادېږي) کله چي خان په قيد سو نو توتيا انا د بابا په جدايي کې دا غزل ليکلې ده. نور به مخ په آيينه برابر نه کړم نه به دواړه سترګې تورې په رانجه کړم نه به سپين لاسونه سره کړم په نکريځو نه به نور په ږمنځې ساز د سر وېښته کړم نه به ماتې ماتې څڼې په مخ پرېږدم نه به لاندې باندې لب په پاڼو سره کړم چي د مينې يار مي نشته، چي مي ګوري د صورت سينګار و کوم يوه ته وکړم؟ درست صورت مي سرې لمبې شي ، شنې ډډوزې چي د خپل مئين د مينې راز تر زړه کړم که ژوندون تر هر څه خوږ دئ په جهان کې اوس بې ياره په ما تريخ شو زه يې څه کړم؟ هغه يار چي چرته دې خوشحال دي اوسي دې دي خپله خوشالي کا غم به زه کړم