@.sukoon403: هغه کوچي چې پیغمبر ﷺ یې هم وخنداوه او هم یې وژړاوه یو ورځ، چې رسول الله ﷺ طواف کاوه، د یوه کوچي آواز یې واورېد: کوچي وویل: «یا کریم!» رسول الله ﷺ هم ورته وویل: «یا کریم!» کوچي د میزاب په لور شو او بیا یې وویل: «یا کریم!» رسول الله ﷺ ورپسې وویل: «یا کریم!» کوچي د رسول الله ﷺ پسي مخ راوګرځاوه او وویل: «ای دښکلي نوراني مخ، او د متوازن ښکلي قد لرونکي ځوانه، په ما ملنډي وهې؟ والله که ته د دې ښکلي مخ او ښایسته قد لرونکی نه وای، خپل ګران پیغمبر ﷺ ته به مې شکایت کړی وای.» رسول الله ﷺ په خندا شو او په مسکا یې وویل: «ای زما عرب وروره! ته خپل پیغمبر پېژنې؟» کوچي وویل: «نه.» رسول الله ﷺ وویل: «نو څنګه ایمان پرې لرې؟» کوچي وویل: «زه په پېغمبرۍ ایمان لرم، د نبوت تصدیق یې کوم، خو مې نه دی لیدلی.» رسول الله ﷺ وویل: «ای کوچيه! نو پوه شه چې په دنیا کې دی زه نبي یم، او په آخرت کې شفیع یم!» کوچي د پېغمبر ﷺ د لاسونو ښکلولو پیل وکړ. رسول الله ﷺ وفرمایل: «ای عرب وروره! له ما سره داسې مه کوه لکه څنګه چې عجم د خپلو پاچاهانو سره کوي (لاسونه ښکلول). الله تعالی د تکبر او زورواکۍ لپاره ما نه دی مبعوث کړی، زه د حق په رڼا کې خبر ورکونکی او د جنتونو وعده ورکوونکی او د دوزخ نه ډارونکی یم.» همدغه وخت جبرائیل علیه السلام راغی او رسول الله ﷺ ته یې وویل: «الله تعالی درباندې سلام وايي، او فرمایي: اعرابي (کوچي) ته ووايه، چې زموږ په نرمۍ او مهربانۍ (بې غمه) حساب نه کېږي، خو په قیامت کې به د کوچني، لوی، فتیل (د خرما د زړي سور) او قطمیر (د خرما د زړي پوستکي) په اندازه د ښو او بدو حساب ورسره کېږي.» کوچي وپوښتل: «ایا پروردګار به راسره هم داسې حساب کوي؟» رسول الله ﷺ وویل: «هو، که وغواړي (إن شاء الله).» کوچي وویل: «قسم د الله په عزت او جلال، که حساب یې راسره وکړو، زه هم ورسره حساب کوم. که الله راسره د ګناهونو حساب کوي، زه به ورسره د مغفرت حساب کوم. که د سرغړونې حساب کوي، زه به ورسره د عفو حساب کوم. که زما د بخل حساب کوي، زه به ورسره د کرم حساب کوم.» رسول الله ﷺ دومره وژړل چې مبارکه ږیره یې لمده شوه. جبرائیل علیه السلام راغی او ویې فرمایل: «ای رسول الله ﷺ! الله سبحانه وتعالی درباندې سلام وايي او فرمایي: ژړا دې بنده کړه، او کوچي ته دې ووايه چې زموږ سره حساب نه کېږي، موږ هم ورسره حساب نه کوو، او په جنت کې به ستا ملګری وي.» یا الله! ټولو لوستونکو، اورېدونکو او خپرونکو ته بخښنه وکړي. د نورو لیکنو لپاره موږ درسره فالو کړی مننه څراغ

سکون Sukoon
سکون Sukoon
Open In TikTok:
Region: PK
Monday 15 June 2026 13:19:16 GMT
6623
425
31
6

Music

Download

Comments

shafiqrahmanamiri
🖤 Haji 👉 :
مُحَمَد ﷺ
2026-06-17 14:41:01
1
jafar.safi1
☝️تانگ پدر😈 :
محمد❤️❤️❤️
2026-07-25 08:52:40
0
samiullhnasri
❤SK👈 :
محمدص🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰
2026-07-21 14:58:04
0
ab.rehman8767
Ab Rehman :
یا الله مونګ ته خپله رزا را نصیب کړه
2026-07-22 06:53:08
0
nasrat.ullah.sahil
Nasrat khan :
Ameen
2026-07-20 15:05:16
0
user9121962953737
💞💘درد من هلک 😘 :
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَهُمَصَلِّعَلَى مُحَمَدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَدٍ ♥ كَمَا صَلَیْتَعَلَى إِبْرَاهِیمَوَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَإِنَكَحَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَهُمَبَارِكْعَلَى مُحَمَدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَعَلَى إِبْرَاهِیمَوَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَإِنَكَحَمِیدٌ مَجِیدٌ  ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════
2026-06-20 12:25:43
0
atlsaib
اتل صیب :
اخی
2026-06-15 15:07:49
0
sane__w
زينة القرآن :
🥺🥺🥰
2026-06-15 14:27:49
1
shahsawar9013
تنها💔هلک :
😢😢😢
2026-07-07 20:04:37
0
mirwais.khan674
میر ویس خان :
🥰🥰🥰🥰
2026-06-28 14:09:51
1
javidjvad
javidjvad :
🥰🥰🥰
2026-07-20 09:46:43
0
user3101258719581
گوربزجان اتل 🇦🇫🇦🇫🏏🏏🥰🥰 :
🥰🥰🥰
2026-06-15 20:32:53
0
user66244933252547
محمدمونیر تنها :
🥰🥰🥰
2026-07-05 18:59:28
0
wafabaarsafi2
Salman Safi :
🥰🥰🥰
2026-06-15 16:41:39
1
user8152872977419
محمد حقیار :
🥰🥰🥰
2026-06-23 21:51:28
0
armanmalakzi101
armanmalakzi101 :
🥰🥰🥰
2026-06-16 15:17:03
1
user3101258719581
گوربزجان اتل 🇦🇫🇦🇫🏏🏏🥰🥰 :
🥰🥰🥰
2026-06-16 07:31:42
0
afg.laghman.jawad
AFG Laghmani :
🥰🥰🥰
2026-06-17 15:17:57
1
shafiullah.shuaib
Shafiullah Shuaib :
❤️❤️❤️
2026-06-15 14:24:32
0
user5506723493396
عرفان الله شینواری :
🥰🥰🥰
2026-06-15 14:22:38
1
rohid.khan625
Rohid Khan :
🥰🥰🥰
2026-06-23 19:08:57
1
saifu.khna
Saifu Khna :
🥰🥰🥰
2026-06-21 18:59:02
0
To see more videos from user @.sukoon403, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About