@ismailkhanbj100: د مدینې په سیمه کې د لرغون پېژندنې پر مهال هغه کتیبې موندل شوې چې د اسلام د دویم خلیفه، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه نوم پکې ذکر شوی دی. دا موندنه یوازې د یوې ډبرې کشف نه دی، بلکې د هغه دور د ایمان، عدالت او عظمت یوه خاموشه شاهدي ده. هغه عمر چې د عدالت مثال و، د حق او باطل ترمنځ د توپیر نښه و، نن یې نوم د تاریخ له ژورو څخه بیا راڅرګندېږي. پاچاهۍ ختمې شوې، نسلونه بدل شول، خو د حق خاوندان د خلکو له زړونو او د تاریخ له پاڼو نه ورکېږي