@akmalmkhan: زمکه غصه ده هم اسمان مرور وریځې نه راځي باران مرور مونږ د سپرلي په طمع ژوند تېروو ځکه موسم خو د خزان مرور په مخه راشي رانه مخ واړوي زما ارمان زما رومان مرور ما له د روغې ئې هېڅ چل نه راځي رانه جانان رانه خپل ځان مرور تا سو د زلفو احترام نه کوئ درنه احساس ، شعور ، وجدان مرور کړې سیاست خپلې معنې بدلې ځکه د دې دور انسان مرور غم د نظام د بدلولو نه کړي رازه ! مزدور او نه دهقان مرور سليم راز بابا ــ اکمل محمد خان