@colleticon: خدائے راستي کۀ د حرم دے حاجي ګله زما غم بل شانې غـــــم دے حاجي ګله ماښامۍ دے بس دے لارې به جدا کړو وخت مونږ دواړو سره کم دے حاجي ګله پښتونخوا ده کۀ جنګیز لوټ کړے ښار دے دا اختر دے ــــ کۀ ماتم دے حاجي ګله وجود څۀ دے یو مست ساز دے را سور شوے ژوندون څۀ دے زیر او بم دے حاجي ګله جهان واړه وینې وینې دے کۀ نۀ دے قبر ټول لړم لړم دے ــــــــ حاجي ګله د یوسف د داستان کومې حصې رام کړې ستا پۀ سترګو کښې خو نم دے حاجي ګله بې جنته بل ارمان ـــــــــــ درسره نشته پۀ تا څۀ د خدائے کړم دے حاجي ګله ازاري وم ـــــــــــــــــــ کتابونو ته اړم وم ما پۀ ځان کړے ستم دے حاجي ګله د ممتاز لۀ پاره څومره لوې اعزاز دے چې دا ستا نظر کښې ګرم دے حاجي ګله کلام ممتازاورکزے غږ کرن خان

gazl aw tpah collection
gazl aw tpah collection
Open In TikTok:
Region: PK
Tuesday 16 June 2026 17:03:09 GMT
4535
397
6
41

Music

Download

Comments

user7233925881434
༄᭄✿𝓕 𝓚𝓱𝓪𝓶𝓸𝓼𝓱࿐(◉Θ◉)💫 :
د ممتاز لالا کلام ته کرن او افق شه ذوق ورکوی
2026-06-16 19:22:23
0
kiramat_ullah_afridi
کرامت آفریدی 🖤 :
💖💖💖
2026-06-16 19:58:47
0
khandawar913
ذيشان خان داوړ :
❤️❤️❤️
2026-06-16 19:29:28
0
iamkhank2k
🦋кнαη💫 :
👌👌👌
2026-06-16 20:50:55
0
sabir.afghan06
Sabir Afghan :
🥰🥰🥰
2026-06-17 03:26:51
0
To see more videos from user @colleticon, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About