@lktwizxex35: A new financial era isn't about replacing businesses—it's about empowering them. InterLink is building infrastructure that could help thousands of businesses tokenize real economic activity and create sustainable ecosystems powered by ITL and ITLG. The future belongs to innovation backed by real value. #InterLink #ITLG #ITL

ladan
ladan
Open In TikTok:
Region: IR
Wednesday 17 June 2026 12:03:12 GMT
2
1
0
0

Music

Download

Comments

There are no more comments for this video.
To see more videos from user @lktwizxex35, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

بروکسل ته د طالب چارواکو سفر، افغانان ولې باید وارخطا نه شي؟ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې په بروکسل کې د اروپايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ په غونډه کې په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د احتمالي بیا پیل، قونسلي حضور او د باور جوړونې پر اقداماتو خبرې شوې دي. اروپا کې د مهاجرت په برخه کې د خپلې تجربې او عملي کار له رویته غواړم یوه مهمه حقوقي موضوع روښانه کړم: د داسې غونډو ترسره کېدل په دې معنا نه دي چې اروپايي هېوادونو طالبان د افغانستان د رسمي او قانوني حکومت په توګه په رسمیت پېژندلي دي. سیاسي او تخنیکي تماسونه له رسمیت پېژندنې سره حقوقا توپیر لري. د نړیوالو حقوقو او د دولتونو ترمنځ د اړیکو د اصولو له مخې، د قونسلي او ډیپلوماتیکو فعالیتونو پراخ او رسمي تطبیق د کوربه هېواد له رضایت، قانوني چوکاټ او مشخصو موافقو سره تړاو لري. له همدې امله یوازې یوه ناسته یا مذاکرات په اتومات ډول طالبانو ته په اروپا کې رسمي قونسلي صلاحیت نه ورکوي. همدارنګه هغه افغانان چې په اروپا کې د پناه غوښتنې، فرعي خوندیتوب، بشري اقامت یا دایمي اقامت لرونکي دي، باید پوه شي چې د دوی حقوقي وضعیت د هر هېواد د کورنیو قوانینو، د کډوالو د ساتنې نړیوالو اصولو، د بشري حقونو کنوانسیونونو او د اخراج د منع (Non-Refoulement) اصل له مخې ارزول کېږي. د یوه سیاسي ملاقات یا خبرو اترو له امله د خلکو اقامتونه، پناه غوښتنې یا قانوني حقوق په اوتومات ډول نه بدلېږي. له همدې امله افغانانو ته زما پیغام دا دی چې له احساساتي او ناسم تبلیغاتو څخه اغېزمن نه شي. تر اوسه هېڅ داسې حقوقي بدلون نه دی رامنځته شوی چې د اروپا په هېوادونو کې د افغانانو قانوني موقف ته مستقیمه اغېزه ورسوي. هره قضیه د خپل حقوقي وضعیت، اسنادو او انفرادي شرایطو پر بنسټ ارزول کېږي. قانوني واقعیت دا دی چې د افغانانو حقوق د قانون له لارې خوندي کېږي، نه د اوازو او سیاسي تفسیرونو له لارې. #افغانستان #افغانان_په_اروپا #پناه_غوښتونکي #مهاجرت #کډوال @Din röst & din rätt juristbyrå

About