@ghani.khan.baba13: " وی نن به حال درته د زړه وايم ته چی په غوسه شوی اوس به څه وایم اوس راته لږ غوږ کېږده چی زه وایم تېر چې دي پخوا هغه به نه وایم ته خو اجازه راکړه چی ووایم خیر دی څه به وایم څه به نه وایم تيت دي شي باڼه په ځير کتو زما اوس به نو زه چا ته پښتانه وایم امن پرست بد می په اغیار هم پېرزو کېږي نه زه چی ورته بد وايمه ښه وايم تا می یو ناڅاپه لاس په خوله کېښود پوه وی چی نن درته د زړه وایم ودي كړه له زلفو له بڼو تپوس زه حمزه چی سم کله کاږه وایم