@jwandprst: #creatorsearchinsights هم یی بیره ده ساتلی هم یی تال دی راشه ستا لیونی اوس هم په خپل حال دي د لوی خدائی نه می هم تاله دوران غوښتی که می کړی په خپل ژوند کښې چرته سوال دې داسی زر ترې جوړ کړي يو څه کله بل څه ته به وائی زره می خته یار کولال دي شپی اخستی په ځان نه وي حساب نه دي نور زما او ستا سيالي د چا مجال دي چی د سود خبره راشي خلک ډير دي چی د حق د اذان وخت شي يو بلال دي ستا د پنجو په سر تله می زره پریباسی مشران وايي چې کبر له زوال دي زه پښتون یم ته ښائیسته یی دا پوره ده په دنیا کښې خو جلال دي يا جمال ديض زه د هری انتها تر بامه لاړم ما په ډیرو خوارو موندی ا عتدال دي يو د مينې په سر جګه شمله ګرځي که په نوره شتمنۍ ئي زيار كنكال دي #foryoupage #viral #fyp #unfreezemyacount