@bee28259: منم چی ته د حسن د رنګونو باډيوه يي منم چی ته د میني د مستي بله ډيوه يي منم چی ستا په سترګو کې د نوي نشي اور دي منم چی ستا په شونډو د سپرلي د خندا شور دي منم چی ستا نازونه پرهارونه خندوي شي منم چی اداکانی دی سپرلي لمبه كوي شي منم چی ستا په زړه کي څه خبره څه قیصه ده منم چی ستا زما نه څه خفګان دي ، څه ګيله ده پوهیږم په غوسه غوسه کتلو دي پوهيږم د سترګو د بڼو په خوزولو دي پوهيږم زه هم څه ویل غواړم خو په زړه زړه کی ویریږم د مخه دي شرميږم ، د سترګو دي شرميږم چی خوله جوړول غواړمه حیا راشی پیکه شم په ځان پوري خندا راشي د ځان سره کچه شم دا نه چي زه بي زړه يمه ، ویریږمه ، شرمیږم دا نه چي ستا د حسن په رنګونو بد گمان یم دا نه چي ستا د ميني په لوظونو بد گمان یم خو دا ماحول د میني د الفت ده پاره نه دي دا كلي دا وطن د محبت د پاره نه دي دا بيله د چي زه پکي د عشق سندرې وايم دا بيله د چي زه پکي سره ده مینی پایم خوزه چرته د بلي خټي جوړ يم خبر نه يم چي هر سومره کړیږمه در دیږم دومره ښه یم د خپل وجود په اور کی لکه شمع ويلي كيږم د كل هسي چي هر څومره دوریږمه توکیږم خو ته مې د فریب په جادوګرو پيرزو نه شي خو ته مې د دي خلكو په خبرو پيرزو نه شي دا خلک خو ته پيژني چې څومره دروغژن دي مخونه يي صفا سهي خو زړونه یی خیرن دي ده ميني ده مئنو دښمني يي مشغله ده نفرت يي د ژوند لويه مستنده فلسفه ده زه خپل فکر وري يم حيران يمه سودا کړم چي داسي څه ځای وګورم چي داسي څه پيدا کړم چي تا پکي د میني د دردونو غوندي پټ کړم چي ځان پکي د خپلو پرهارونو غوندي پټ کړم چي تا پکي د دي خلکو د سترګو نه پناه کړم چي ځان له پکي جوړه ده الفت بله دنیا کړم
bee 🐝
Region: PK
Saturday 20 June 2026 07:32:05 GMT
Music
Download
Comments
bee 🐝 :
aw kana 🐝
2026-06-20 07:32:52
8
R . :
love you 😘
2026-06-20 22:47:49
0
💞Mardan Queen💞 :
aw 🖤
2026-06-20 08:41:51
3
🖤🫥sTAyLEsh👻BoY🫥🖤 :
Lam محترم😂
2026-06-20 16:56:58
2
💞❤️🔥❤️🔥💤💞 :
اپ کون سا علاقے ے پہ ہو
2026-06-20 16:54:55
0
امتیاز ملک🥀 :
Ta dera حسن دارہ یی گلہ♥️
2026-06-20 14:57:57
0
IK.. :
Aw g ❤️
2026-06-20 15:06:56
1
Akbar Hussain :
sssssssssssssss
2026-06-20 19:33:06
0
Saleem khan333 :
wow ❤️🥰
2026-06-20 15:03:10
1
🥀AK KHAN🥀 :
caption plzz❤️❤️
2026-06-20 18:38:28
0
Usman Khair Khawa :
USMAN MAHSUD FROM SOUTH WAZIRSTAN🥰🥰🥰🥰
2026-06-20 17:17:21
0
waqar sahiL :
my princess
2026-06-20 14:22:31
1
bacha ji Qambar :
😁
2026-06-20 18:28:23
0
Azhar Yääri :
2026-06-20 19:13:23
0
Hayat Rehman723 :
wow🥰🥰
2026-06-20 19:13:48
0
Attallah Khan :
awo kna❣️❣️❣️❣️
2026-06-20 20:07:45
0
To see more videos from user @bee28259, please go to the Tikwm
homepage.