@thocthockids: Săn lẹ khum hết zá tốt nha#chongnang#sunplay

Mẹ Thóc Review
Mẹ Thóc Review
Open In TikTok:
Region: VN
Sunday 21 June 2026 03:23:51 GMT
602
4
2
1

Music

Download

Comments

hanacuame3
Mehana :
Kcn ok lm c
2026-06-21 05:21:55
0
phamthuhieu985
Tiệm nhà Nấm 🍄 :
chân ái của tui
2026-06-21 04:09:05
0
To see more videos from user @thocthockids, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

نری باران ورېده، يخه هوا وه، د هر تېرېدونکي موټر څراغونو ته څاڅکي ښکلي ښکارېدل. پۀ دې خوږه صحنه کې مې سترګې ګنډلې وې، خوند یې راکاوۀ، ورسره جوړه مې وه. يو وخت مې پر اوږه چا لاس راکېښود، د تخيل لۀ نړۍ یې را بهر کړم. چې مخ مې ورواړاوۀ، هغه وو. ويل: ځانته دې پام دی، لوند شوې، پاڅه ګوښه کېنه تر څنګ مې کېناست، چای مې ورته واچاوۀ، هېڅ یې نه ويل. ما غوښتل بیا د باران په لور خپل نظر ور واړوم، چې ده ته مې پام شو. د چایو پر پياله یې شونډې ايښې وې، لۀ ګيلاسه یې تاو خوت، مخامخ یې په کوم څه کې سترګې ښخې کړې وې، خو پوهېدم چې ذهن یې بل ځای دی. لۀ څهرې یې دا هر څۀ مالومېدل. غږ مې پرې وکړ: څۀ چورتونه وهې؟ مخ یې راواړاوه، ویې ويل: هېڅ، څۀ شي ته بۀ سړی چورت ووهي؟ ومې ويل: ښۀ، خؤ پام دې بل ځای ؤ، ځکه مې وپوښتل. يو سوړ آسوېلی یې ووېست، د چایو پياله یې پۀ دواړو لاسونو کې نوره هم ټينګه کړه، شېبه یې راته وکتل، بيا یې مخ بل خوا واړاوۀ. طاقت مې ونۀ شو، بيا مې ترې وپوښتل: لکه چې کومه ستونزه لرې، ملګريه؟ پرته لۀ دې چې راته وګوري، ویې ويل: نۀ، خاص څۀ نشته، خو ډېرو سوچونو نور لېونی کړم! پۀ کيسه مې سر خلاص شوی ؤ، دۀ هم د بې‌ځايه فکرونو پۀ سمندر کې غوټې وهلې، لار ترې ورکه وه، لالهانده ؤ. وروسته مې زړۀ را غټ کړ. پۀ هغه سهار مې پۀ دې اړه د استاد أسامه جوهري صیب ويډيو کتلې وه، خبرې مې یې پۀ ذهن کې وې. هغه پۀ دې غږېدلی و چې څنګه لۀ ناڅاپي او بې‌ګټو فکرونو څخه ځان وژغورو؟ ما یې هم ټولې خبرې دۀ ته وکړې. رډ رډ یې راته کتل، ژور یې غوږ نيولی و، لکه باور یې نۀ کېده چې د بندې دروازې کيلي دې یې لۀ ما سره وي. زما د خبرو لۀ ختمېدو سره د دۀ چای هم ختم شوی و. لۀ څنګ مې پاڅېد، غاړۀ یې راکړه، پۀ سترګو کې یې د مننې اوښکې ځلېدې، دعا یې پر خوله وۀ، نور لاړ. باران لا هم ورېدۀ، او ما بیا د تخيل پۀ سمندر کې خپله کښتۍ روانه کړه…!

About