@fawwaz.alzaben:

فواز الزبن
فواز الزبن
Open In TikTok:
Region: JO
Sunday 21 June 2026 07:14:09 GMT
87
0
0
1

Music

Download

Comments

There are no more comments for this video.
To see more videos from user @fawwaz.alzaben, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

برلین کې د افغانستان سفارت او پښتو ژبې نه منل کېده…   د سهار درې نیمې بجې وې. زه د یوې هیلې لپاره له کوره ووتم. پنځه نیم ساعته د ټرېن سفر مې په مخ کې و. ځکه د «کېږدۍ ګرځنده ښوونځيو» د جوازونو لپاره یوه مهمه قانوني پروسه مې باید بشپړه کړې وای. اته نیمې بجې شاوخوا په برلین کې افغانستان سفارت ته ورسېدم. د سفارت مخې ته چې ورسېدم، داسې اوږد قطار ولاړ و، لکه افغانستان کې به چې د ادارو مخې ته ولاړ قطار، کټ مټ هماغه شان، ځینی خلک به د قطار همداسې تیر شول او سیده به یې اسناد واخیستل سول. زه هم د لسګونو نورو افغانانو تر څنګ ودرېدم. دقیقې په ساعتونو بدلېدې. لمر پورته کېده، خلک ستړې کېدل، خو قطار ورو ورو حرکت کاوه.  بالاخره زما نوبت راغی. فورم مې ډک کړ. عریضه مې ولیکله. هر څه سم وو. یوازې یوه ستونزه وه: عریضه مې په پښتو لیکلې وه. ما د «کېږدۍ ګرځنده ښوونځي» د جوازونو لپاره په افغانستان کې د شرعي وکیل د ټاکلو رسمي پروسه پر مخ وړله. اړوند فورم مې ډک کړ، ټول معلومات مې په دقت ولیکل او عریضه مې په خپلې مورنۍ  ژبې، پښتو، ولیکله. له ما څخه د ادارې ټاپه، د پیسو د تحویل اسناد او د دوو شاهدانو غوښتنه وشوه. زه یوازې تللې وم. په پردي ښار کې، په اوږده قطار کې، له هېچا سره اشنا نه وم. خو هلته دوه افغان ځوانانو د مرستې ټټر وډباوه.  دواړو د شاهدانو په توګه خپل اسناد وړاندې کړل او په هره مرحله کې یې زما لاسنیوی وکړ. هغوی یوازې شاهدان نه وه؛ هغوی زما د ستونزې شریکان شول. له یوې خونې بلې خونې ته یې راسره منډې وکړې، ساعتونه یې زما لپاره ضایع کړل او داسې یې مرسته وکړه لکه کلونه کلونه پېژندګلوي چې مو وي. د دوی دا انسانیت، ورورولي او ملتیا به هېڅکله هېره نه کړم. حتی نومونه او څهرې یې زما ذهن کې د ښو او مهربانو انسانانو په ډله کې راته نقش شوې قدرمن عبدالمجید او حمیدالله د انسانیت بیلګې 🙏🏻🇦🇫 کله چې هر څه بشپړ شول، ما فکر وکړ چې نور به کار ختم وي. خو اصلي ستونزه لا نه وه پیل شوې. اسناد مې د تایید لپاره وړاندې کړل. یوه مامور زما اسناد بل همکار ته ورکړل او ویې ویل: «افغان صاحب، دا اسناد تاسو وګورئ، زه پښتو نه شم لوستلای.» ما فکر وکړ چې عادي خبره ده.  خو هغه بل کس چې اسناد یې واخیستل، حتی یوه کرښه یې هم ونه لوستله. ورقې یې زما مخې ته راواړولې او په بې‌پروايۍ یې وویل: «دا پښتو لیرې کړه. په دري یې ولیکه، بیا یې راوړه.» ما حیران ورته وکتل. ومې ویل: «ولې؟ ستونزه څه ده؟» هغه حتی دومره زحمت هم و نه ایست چې متن ته وګوري. بیا یې هماغه یوه جمله تکرار کړه: «په دري یې ولیکه.» ما ورته وویل: «پښتو د افغانستان ملي ژبه ده. زه د افغانستان په سفارت کې ولاړه یم، نه د بل هېواد په اداره کې. ولې نه منل کېږي؟ ولې یې باید بدله کړمه؟ ولې تاسې د پښتو ژبې لپاره په پښتو پارمټ نه لرئ؟ او دومره بې حسه یې، ته لا ځانته پښتون هم وایې؛ خو داسې ښکارېده لکه زه چې له دېوال سره  چې خبرې کوم. نه قانون مطرح و. نه د متن محتوا. نه د اسنادو بشپړتیا. یوازینۍ ستونزه دا وه چې عریضه په پښتو لیکل شوې وه. هغه شېبه مې زړه واقعاً ودردېد. نه د لسګونو ساعتونو سفر درد و. نه د څو ساعتونو قطار درد و. نه د سل منډو ستړیا. درد دا و چې په خپل سفارت کې، د خپل هېواد په رسمي اداره کې، خپله ژبه د منلو وړ نه وه. ما دوه ساعته په قطار کې تېر کړي وو، شاهدان مې پیدا کړي وه،  ټول مراحل بشپړ شوي وه؛ خو یوازې د دې لپاره چې عریضه مې په پښتو لیکلې وه، ټول کار راته بېرته له سره پیل شو. له یوې شعبې بلې ته، له یوه میز بل میز ته، تر دوه نیمو بجو پورې سرګردانه کړای شوم. شاهدان مې هم له ما سره ستړي شول. هغه افغان ځوان چې خپل کار ته روان و، زما لپاره پاتې شو. بالاخره د مجبورۍ له امله، هماغه شاهد زما پښتو متن په دري واړاوه. ناڅاپه هر څه سم شول. نه قانون بدل شو. نه اسناد بدل شول. نه محتوا بدله شوه. یوازې ژبه بدله شوه. او هماغه اسناد چې څو ساعته مخکې نه منل کېدل، په څو دقیقو کې ومنل شول. د مازدیګر درې بجې له سفارته راووتم. پښې مې نور د تګ توان نه درلود. خو تر پښو زیات مې زړه ستړی شو. له ما مخکې به څومره زره پښتانه دغې دروازې ته راغلي وي؟ څومره به یې خپلې عریضې په پښتو لیکلې وي؟ څومره به ورته ویل شوي وي: «دا پښتو لیرې کړه»؟ او څومره به په چوپتیا خپل سر ټیټ کړی وي، خپله ژبه به یې په بله ژبه بدله کړې وي او بېرته به تللي وي؟ شاید همدا زموږ تر ټولو لویه ستونزه ده. موږ تل بې‌عدالتیو پر وړاندې غږ نه پورته کوو. موږ د خپلو حقونو د دفاع پر ځای چوپ پاتې کېږو. موږ هره ورځ یو نوی سپکاوی زغمو، بیا ځان قانع کوو چې ځه زما کار خو وشو یا کېږي، نوز اړخونه یې نه ګورو،  نه هم د بل راتلونکي انسان غم راسره شته چې راځه ما بده تجربه وکړه هغه سبا ته بل هېوادوال یا انسان ددې کړاو وژغورم، غږ پورته کړم. خو حقیقت دا دی چې هره چوپت

About