@pha_0304: #CapCut MẤT KẾT NỐI#phanganha

Phả Ngân Hà🪐
Phả Ngân Hà🪐
Open In TikTok:
Region: VN
Sunday 21 June 2026 13:38:52 GMT
112
221
0
6

Music

Download

Comments

There are no more comments for this video.
To see more videos from user @pha_0304, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

لیکوالې، ژورنالېستې او د «کېږدۍ ګرځنده ښوونځیو» مسؤلې مریم امرخیل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د جرمني په برلین ښار کې د افغانستان سفارت د هغې هغه رسمي عریضه نه ده منلې چې په پښتو ژبه لیکل شوې وه. امرخیل په یوه تفصیلي لیکنه کې ویلي، چې د «کېږدۍ ګرځنده ښوونځیو» د جوازونو اړوند د یوې قانوني پروسې د بشپړولو لپاره یې له خپل ښار څخه برلین ته پنځه نیم ساعته سفر وکړ او د سفارت مخې ته یې څو ساعته په اوږده قطار کې انتظار وکړ. د هغې په وینا، د شرعي وکیل د ټاکلو لپاره یې اړین فورمونه ډک کړي، اسناد یې برابر کړي او عریضه یې په پښتو ژبه لیکلې وه. نوموړې وایي، له ټولو اداري پړاوونو تر تېرېدو وروسته، د سفارت یوه کارکوونکي د هغې اسناد بل همکار ته وسپارل او ویې ویل چې پښتو نه شي لوستلای. امرخیل زیاتوي، چې دویم کارکوونکي د اسنادو له لوستلو پرته ورته وویل چې عریضه دې په دري ژبه ولیکي او بېرته دې راوړي. د هغې په خبره، کله چې یې د دې پرېکړې دلیل وپوښت، قانع کوونکی ځواب یې ترلاسه نه کړ. هغې ویلي: «پښتو د افغانستان رسمي او ملي ژبه ده، خو زما عریضه یوازې د دې لپاره ونه منل شوه چې په پښتو لیکل شوې وه.» د امرخیل په وینا، له څو ساعتونو سرګردانۍ او اداري ستونزو وروسته، یو افغان شاهد د هغې پښتو متن په دري وژباړه او له ژباړې وروسته هماغه اسناد پرته له کومې بلې ستونزې ومنل شول. نوموړې دغه چلند د پښتو ژبې پر وړاندې بې‌عدالتي بللې او ویلي یې دي، چې هېڅ افغان باید د خپل هېواد په سفارت کې د خپلې مورنۍ ژبې له امله له ستونزو سره مخ نه شي. مریم امرخیل همداراز ټینګار کړی، چې د دې تجربې شریکول یې شخصي موضوع نه، بلکې د هغو افغانانو د حقونو د دفاع لپاره دي چې ښایي ورته ستونزې تجربه کړي. هغې غوښتنه کړې چې د افغانستان رسمي استازولۍ باید د هېواد د ټولو رسمي ژبو درناوی وکړي او د مراجعینو اسناد له ژبني تبعیض پرته ومني.@Bacha Kamoval #afghanistan🇦🇫 #پشتون_تاجیک_هزاره_ازبک_زنده_باد🇦🇫 #kabul #rashidkhan

About