@lewanii_falsapi15: نمژنو سترګو کښې د ستړي ژوند اَنځور اخلمه زه نيم مړ شوے يم او نيمه ساه په زور اخلمه - زه د ژوندون د دائرې نه هم وتلے يمه زه د خپل ذات دننه شور کښې بيخي غلے يمه زه د حالاتو پيچ وخم بلها زپلے يمه منم چې ساه اخلم خو غم بيخي وژلے يمه زه داسې شوے يم چې هر رقم پېغور اخلمه زه نيم مړ شوے يم او نيمه ساه په زور اخلمه - ستا د يادونو په طوفان کښې چې ډيوه ګرځؤم زه ليونے يمه چې دغه سهاره ګرځؤم زه به تر مرګه زړه اره اره اره ګرځؤم زه مې په خپلو اوګو خپله جنازه ګرځؤم نو زه به څه رنګه د چا په زړه کښې کور اخلمه زه نيم مړ شوے يم او نيمه ساه په زور اخلمه - داسې څه راکړئ چې له ياده مې هغه هيره شي ماله څه دم کړئ چې زما نه يې نامه هيره شي يوه دعا ده چې له مانه په سجده هيره شي يوه ګناه ده پسې وروستو مې توبه هيره شي څویمه شپه ده چې له دې عذابه اور اخلمه زه نيم مړ شوے يم او نيمه ساه په زور اخلمه - د لېونتوب په اډانه باندې هم اودريدمه د مړ ارمان په جنازه باندې هم اودريدمه نيت مې د ستړي ژوندانه هم پسې اوتړلو زه د تقدیر په فيصله باندې هم اودريدمه ستا د راکړي هر يو زخم نه ټکور اخلمه زه نيم مړ شوے يم او نيمه ساه په زور اخلمه - د تنهائۍ د اذيت نه راتير شوے يمه زه د يو داسې محبت نه راتير شوے يمه هغه سپرلے يمه خو هغسې مزه مې نشته د خپل بې رحمه بغاوت نه راتير شوے يمه که زړه مې روغ شو نو قدم به ستا په لور اخلمه زه نیم مړ شوی یم او نیمه ساه په زور اخلمه #fyp #foryoupage #viral #unfrezzmyaccount #pashtosong @Karan Khan @Haroon Bacha هارون باچا
🌹غنی خان ملنگ🌹❣️✨
Region: PK
Wednesday 24 June 2026 14:04:28 GMT
Music
Download
Comments
Bilal Khan :
❤️❤️❤️
2026-06-24 16:03:32
3
🫀💝_Jan 🎀💝 :
🥺🥺🥺
2026-06-24 16:14:03
2
M Shayan Diyal :
@Usama Khattak9832
2026-08-18 13:58:39
1
To see more videos from user @lewanii_falsapi15, please go to the Tikwm
homepage.