@ehsankhadim2: د هند د ډیلي په ښار کې یوه مشهوره فاحشه وه چې خلکو به یې د “دیوي” په نوم پېژندله. دا نوم ورته هسې نه و ورکړل شوی، بلکې په حقیقت کې هغې د ټولو فاحشو ترمنځ د ښایست/ښکلا مقام درلودو. نه یوازې د ډیلي، بلکې د ټول هند شتمن او باعزته خلک یې مشتریان وو. هغې یوازې د دې لپاره د یوه مؤمن سړي له خوا ووژل شوه چې هغه به له خپلې ګټې څخه زکات ورکوه او صدقه او خیرات به یې هم کول. پر هغې د اسلام د سپکاوي د جرم تور ولګېد او د همدې له امله ووژل شوه. خو کله چې هغه ووژل شوه، څو میاشتې وروسته د دوو جوماتونو د امامانو ځان وژنه وکړې، او یو امام د غلا پر مهال ونیول شو. هغه امام چې نیول شوی و، د دیوي کیسه یې داسې بیان کړه: دیوي په حقیقت کې یوه مسلمانه ښځه وه. د هغې پلار هم د جومات امام و. د پلار معاش ډېر لږ و او د کور لګښتونه په سختۍ سره پوره کېدل. له دې سره یې مور ناروغه شوه. دیوي پلار خپله ښځه د علاج لپاره له یوه ښار نه بل ښار پتسې د درملنې لپاره ګرځوله. د ناروغۍ داسې حالت و چې عادي حکیمان پرې نه پوهېدل او د لویو ډاکټرانو فیس ورکولو وس ورسره نه و. لا یې له دغو ستونزو سره مبارزه کوله چې د جومات کمېټې هغه د امامت له دندې منع کړ، ځکه چې د خپلې مېرمنې د ناروغۍ له امله به څو څو ورځې غیر حاضر و او لمونځ کوونکي به له ستونزو سره مخ کېدل له هغه څخه د جومات امامت واخیستل شو او د جومات د امام له کور هم وایستل شو. څو ورځې او شپې پر سړک یې تېرې کړې. وروسته پلار او کورنۍ ډیلي ته روان شول . په ډیلي کې یې پلار د مور د علاج لپاره در په در ګرځېده، او ډیوي به ټوله ورځ سوال او خیرات ټولولو. هغه پیسې چې به یې د خیرات په نوم ترلاسه کولې، یوازې د ډوډۍ لپاره بس وې، خو د مور درملنه پرې نه کېده. د یوه مسلمان سوداګر دروازې ته د مرستې لپاره ولاړه. هغه د مصالحو کاروبار درلود، ډېر شهوت‌پال او بدخویه سړی و- مرسته ورسره ونکړه یوه شپه چې دیوي مور په سخت درد کې وه او ټوله شپه یې په عذاب تېره کړه، تر دې چې د سهار له راختو مخکې یې ساه ورکړه. اوس دیوي او د هغې پلار د کفن او دفن لپاره پیسو ته سخته اړتیا لرله. له مجبورۍ دیوي د هماغه مسلمان سوداګر دروازې ته ولاړه، او خپل ټول حالت یې ورته بیان کړ او مرسته یې ترې وغوښته. لکه څنګه چې تمه کېده، هغه سوداګر د مرستې په بدل کې د هغې د بدن غوښتنه وکړه. دیوي هڅه وکړه چې هغه د قانون، حالاتو او د عمل د عاقبت څخه ووېروي، خو هغه د واکمنو ملاتړ درلود او هېچا څخع یې پروا نه لرله. هغه ورته وویل پدې شرط به پیشې درکوم چې یو ساعت راسره ګوټه کې اوسي. په بل لور، د دیوي مور مړه شوې وه، څو ساعته تېر شوي وو، او پلار یې د هغې د راتګ په تمه و. د مور جسد لا پر سړک پروت و او بوی یې پیل کړ. کله چې دیوي بله هېڅ لاره ونه لیده، نو خپل بدن یې هغه سوداګر ته وسپاره. او هغه سوداګر د هغې پر بدن داسې ورولوېد لکه ګیدړ چې پر مړ شوي حیوان ورولوېږي. د مور له مړینې وروسته د دیوي پلار ډېر کمزوری، ډنګر او بې‌وسه شو. د هغه په بدن کې بل ډول ناروغي راښکاره وه او څو ورځو کې داسې حالت ته ورسېد چې نه یې د خپلو لاسونو سره خوړلای شو او نه څښلای شو. اوس د پلار دا حالت د دیوي لپاره هېڅ ډول ممکن نه و چې هغه له ځان سره سړک ته راوباسي هغه پالنه هم وکړې او ورسره سوال هم وکړې. مجبوره شوه یو ځل بیا هماغې دروازې ته ولاړه، له کومې چې مخکې یې خپل عزت له لاسه ورکړی و. هماغه کس د هغې د مور د کفن سبب شوی و، او اوس د هغې او د پلار لپاره هم پناه و. خو د دې پناه قیمت هغې تر خپل مرګه پورې ورکړ. د دیوي پلار تر څو چې ژوندی و، په بستر پروت و. دیوي د خپل عزت په بدل کې هغه ته خواړه ورکول او د هغه ساتنه یې کوله. د پلار له مړینې وروسته دیوي د هغه سوداګر څخه ځان خلاص کړ او د فاحشې یوې مرکز ته لاړه. د هغې د ښکلا له امله ټولو فاحشو هغه د “ښکلا دیوي” وبلله. دا نوم دیوي ته ځکه هم خوښ شو چې د همدې نوم تر سیوري لاندې به یې خپل دین پټولای شو. همداسې دیوي د خلکو زینت شوه او د همدې لارې یې پیسې ګټلې. له همدې عاید څخه به یې صدقه او خیرات ورکول، او زکات به یې هم ادا کاوه. خو خلکو د دیوي دا عمل د دین سپکاوی وباله، تر دې چې د هغې د وژلو فتوا صادره شوه. او بیا یوه “مؤمن سړي” هغه ووژله. کله چې قاتل ونیول شو، هغه د قتل سبب د فتوا اطاعت وباله. خو کله چې وروسته خوشې شو، نو د دیوي د وژلو کیسه یې داسې بیان کړه چې: هغه لومړی له دیوي سره د خپلې شهوت غوښتنه پوره کړه. کله چې خپل مطلب یې خلاص کړ او خلاص شو، نو دیوي ترې د پیسو غوښتنه وکړه. خو هغه د پیسو پر ځای د دیوي ژوند واخیست.

احسان  غلجی
احسان غلجی
Open In TikTok:
Region: PK
Saturday 27 June 2026 17:36:17 GMT
62690
1613
188
72

Music

Download

Comments

akif.shinwari7
Akif Shinwari :
🥺🥺🥺رب دی موږ اوتاسو ټولو ته هدایت په نصیب کړی
2026-07-02 14:07:42
2
hst15173
HST🦅 :
😢😢
2026-06-28 16:15:32
6
alonehuman92
Alone on top :
ډیر درد من
2026-07-02 20:04:42
1
kfyscjhvgdchj
nasirahmd ansare :
2026-06-28 10:54:28
4
its.ok4442
*IRFAN-SAHIL* :
2026-06-28 07:39:45
4
hilaleshaq
Hilal🚩Eshaq🚩👑💀 :
2026-06-28 05:55:38
3
najeeburrahman405
najeeb :
2026-06-29 11:31:56
1
shahid.hotak48
🫀Pakhton 🫵 :
2026-06-28 10:07:42
2
To see more videos from user @ehsankhadim2, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About