@jwand.parast49: :زه کله د اُلفت د مېکدو لېونے نه ووم زه کله د خائيست د رنګينو لېونے نه ووم زه کله د اُلفت د عظمتونو نه منکر ووم زه کله د خائيست د کمالونو نه منکر ووم ما کله په زخمونو کښې سپرلي نه دي ستایلي ما کله پرهرونه په ازغو نه دي ګنډلي ما کله د ګُلونو د یارۍ نه توبه کړې ما کله د رنګونو رڼا نه ده نغمه کړې زما په برخه کله لېوني غمونه نه وو زما په لمن کله د تهمت داغونه نه وو زه کله باغي نه وومه خو سره مئين نه ووم زه کله زما ګرانه د زړه سره مئين نه ووم زه تل د محبت د عظمتونو ثناخوان یم زه ټول عمر په دې ګناه له ژبې اوېزان یم زه نن هم د پرون غوندې په دې ګناه لتاړ یم زه نن هم د فتوو د توپو مخې ته ولاړ یم زه نن هم د سپرلي هره ښکالو نغمه کوومه زه نن هم زندګي د محبت په تار تړمه زما زړه خو هم دغه دے چې تا ته مې خودلے زما لېونتوب هغه دے چې تا خپله لیدلے خو زه د دغو ټولو حادثو سره بلد یم د ځان د سوزېدو د تماشو سره بلد یم ما ټول عمر هم دا کړي د اوس چې څه کوومه هم دغسې پخوا وومه دا اوس چې سنګه یمه زما ژوند خو هم هغسې بې سره لېونتوب دے زما سترګو کې هغسې یو غنې غنې خوب دے که ته د نعمتونو د تیارو نه ویرېدلې که ته د دې خبرو دغو خولو نه یرېدلې که دغه بوږنوونکي یرې ترهې دې په زړه وې تر اوسه ولې چُپ وې د زړه سره څه دې نه وې اوس څه اوشو چې داسې یرېدلے یې اوتر یې ما هم یرول غواړې لېونے یې زورور یې زه څه اوکړم ستا اومنم د ژونده لاس په سر شم د مينې نه توبه کړمه د مېنې نه منکر شم نا نه زما نه نه کېږي دا نه کيږي دا نه شي زما لمن دې چرې په دروغو توره نه شي زما زړه دې د مينې د عظمت په ګناه تور وي زما په سر دې دغسې یو سل الزامه نور وي ته ځه ورځه چې تا ته پکښې پېخه نوره نه شي زما په الزامونو دي لمنه توره نه شي زما مينه خود سره ده باغي ده تاواني ده زما ژوند لا تر دې ورځې بائيللې جواري ده
🌸 جوند پرست 🌸
Region: PK
Sunday 28 June 2026 09:30:08 GMT
Music
Download
Comments
Haidar :
2026-07-29 09:56:05
4
𝐍𝐚𝐧𝐎_❣️ :
Captain
2026-07-29 05:03:03
4
ADALATKHAN008 :
👍
2026-08-18 12:09:37
0
🅗🅐🅢🅝🅐🅘🅝 🅚🅗🅐🅝 :
captain plz bro ❤️
2026-08-13 09:22:34
0
Amadkhan :
sabirshah sabir saib🥰🥰
2026-06-30 13:59:04
3
꧁🌸ᴬⁿᵃˢ ᴬʳᵐᵃⁿ🌸꧂ :
𝒸ₐₚₜᵢₒₙ
2026-08-13 12:36:55
0
ITX YOUSAFXAI :
caption plz
2026-08-11 15:08:10
1
==🇸🇦🔥شانيال خان 🔥🇵🇰== :
Had
2026-06-28 22:23:08
1
Nasir :
had year
2026-07-11 17:23:30
2
' :
صاحب شاہ صابر صیب❤️
2026-08-13 21:40:28
0
ReHaD 7t king ⚔️⚔️ :
🥰🥰🥰🥰
2026-08-12 04:10:26
0
🔥ANWAR🍷 :
had🥰🥰
2026-08-02 03:35:07
1
Haidar :
Off
2026-07-29 09:56:34
0
@MR khan35 :
حد دے
2026-08-11 21:23:43
0
Jawad Khan :
hyyy hyyhyyyhyyyyyhyyyy😭💔
2026-08-07 17:46:58
0
🖤یحییٰ خان🖤 :
🥰🥰🥰
2026-07-16 19:04:13
1
FARMAN MoHMAND 🖤😶🌫️👀 :
🤫🤫💔💔💔💔🥹🥹🥹
2026-07-11 15:31:10
1
Sanan Khan7032 :
❤️❤️❤️❤️❤️
2026-07-24 14:43:49
1
To see more videos from user @jwand.parast49, please go to the Tikwm
homepage.